منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې نوې ګومارنې وشوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۷۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت په یو شمېر وزارتونو او نورو حکومتي ادارو کې نوې ګومارنې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د تلې په ۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ټاکنې د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې مخدوم مولوي عبدالحق د کورنیو چارو د پالیسۍ او ستراتیژۍ د معین، د پکتیا اوسنی مرستیال والي شیخ عزیزالرحمن منصور د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني مراکزو د انسجام د معین او د غزني مخکنی امنیه قوماندان مولوي بازمحمد د کرنې وزارت د طبیعي منابعو او اوبو لګولو د تنظیم د معین په توګه ګومارل شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د پکتیا زون د نظامي محکمې مخکنی قاضي مولوي عزیزالله برهاني د یادې محکمې د ريیس، د لوګر مخکنی مرستیال والي مولوي انعام الله د پکتیا ولایت د مرستیال او مولوي محمدظفر غازي د پکتیا زون د نظامي محکمې د اجرائیه قوماندان په توګه مقرر شوي دي.

همدارنګه، مولوي محمدابراهیم د ننګرهار زون د نظامي محکمې د اجرائیه قوماندان، قاري شفیع‌الله د بلخ زون د نظامي محکمې د اجرائیه قوماندان، مولوي حسن‌شاه اغا د کندهار د پوهنې ریاست د مرستیال، د کندهار د پوهني ریاست مخکنی مرستیال مولوي قدرت الله وصال د کندهار ښاروالۍ د مرستیال، مولوي اکرم شاه اغا د کندهار پوهنتون د رییس او ذ هلمند ولایت د پوهني ریاست د اسلامي تعلیماتو مخکنی مرستیال مولوي ګل صاحب د نیمروز ولایت د پوهنې د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.