ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایمرجنسي روغتون: تېر یوه کال کې مو افغانستان کې د ۱۶ زرو ټپیانو درملنه کړې

ایمرجنسي روغتون: تېر یوه کال کې مو افغانستان کې د ۱۶ زرو ټپیانو درملنه کړې

author avatar
1 Oct 2022 - 23:24
ایمرجنسي روغتون: تېر یوه کال کې مو افغانستان کې د ۱۶ زرو ټپیانو درملنه کړې
author avatar
1 Oct 2022 - 23:24

اټلانټا (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ایمر جنسي روغتون وايي، د تېر یوه کال پر مهال یې په کابل او ځینو ولایتونو کې د ۱۶ زرو ټپیانو درملنه کړې چې ډیری  وروړل شوي کسان د جګړو ټپيان وو.

ایمرجنسي روغتون دغه څرګندونې د کابل په دشت برچي تر چاودنې وروسته په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.

سرچینې ویلي چې له یادې پېښې ورته ۲۲ ټپیان ور وړل شوي وو، چې ډېری یې نجونې وې.

د کابل امنیه قومانداني وایي، تېره ورځ د دشت برچي په کاج ښوونيز مرکز کې د ځانمرګي بريد له امله، ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي، خو يوناما وايي د دوی شمېرې ښيي چې په یاد بريد کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپيان دي.

د ایمرجنسي روغتون په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل، د هلمند مرکز لښکرګاه او د پنجشېر عنابه ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې یې څه باندې ۱۶زره ناروغان درلودلي دي.

https://twitter.com/emergency_ngo/status/1575817522959380480?s=20&t=6wjAALOCb2JVMdzja93Lww

په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون سرپرست دیان پانیک ویلي چې د دغه نارغانو له ډلې څه باندې ۳۰۰۰ یوازې په کابل کې تر درملنې لاندې نیول شوي او په خبره یې له همدې امله په دغه مرکز کې اړتیا ته په کتو یې د بېړنۍ درملنې مرکز فعال کړی دی.

د هغه په وینا، د دغه ناروغانو څه باندې ۹۰ سلنه یې په جګړو کې د ټپي کیدو له امله کړیږي.

پانیک زیاته کړې: "موږ هره ورځ د ډزو، چرې، د چاقو، ماین چاودنو، او لاسي بمونو چاودنو له امله ټپي شوي کسان ترلاسه کوو.."

ایمرجنسي یو بشري روغتیايي سازمان دی چې په ۱۹۹۴ کال کې په جګړو کې د ټپي شوو کسانو درملنې په هدف رامنځته شوی دی.

دغه سازمان د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۹ کال کې خپل فعالیت پیل کړ او د رسمي معلوماتو په اساس دغه سازمان په یاده موده کې د څه باندې اووه میلیونه افغانانو درملنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د سړک غاړې ماین چاودنو او هوايي بریدونو قربانیان هم دغه روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.