ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران لاریونونه؛ د سپاه پاسداران دوه لوړپوړي افسران وژل شوي

د ایران لاریونونه؛ د سپاه پاسداران دوه لوړپوړي افسران وژل شوي

author avatar
2 Oct 2022 - 00:50
د ایران لاریونونه؛ د سپاه پاسداران دوه لوړپوړي افسران وژل شوي
author avatar
2 Oct 2022 - 00:50

اټلانټا (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): د ایران سپاه پاسداران وايي چې په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو پر مهال د دوی دوه لوړپوړي افسران وژل شوي دي.

د سپاه پاسدران له خوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د استخباراتو یو افسر ډګروال حمید رضا هاشمي له “ترهګرو” سره د جګړې پر مهال ټپي شوی و خو وروسته ساه ورکړه.

دغه راز د ایران د سیستان بلوچستان ایالت په مرکز زاهدان کې د جمعې په ورځ د پولیسو یوې پوستې ته نږدې د ډزو له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰ ته لوړ شو.

د ایران دولتي رسنۍ ویلي چې په وژل شوو کې د یاد ولایت د استخباراتو یو افسر ډګروال علي موسوي هم شامل دی.

تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی چې د جیش العدل په نوم سني ډلې د زاهدان پولیسو مرکز ته نږدې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د راپورونو له مخې، جیش العدل ډله په وروستیو کلونو کې د ایران‌ په سیستان بلوچستان ایالت کې فعالیت پیل کړی چې تر اسوه یې څو سترې بمې چاودنې او برمتې کړې دي.

ایران په داسې حال کې د خپلو دوو افسرانو وژل کېدو خبر ورکوي چې دغه هېواد له بل سرخوږي سره هم مخ دی؛ د سپپټمبر په ۱۶مه نېټه په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له وژل کیدو وروسته د ایران حکومت د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.

په ایران کې خلک د جمعې په ماښام په داسې حال کې د پنځلسمې پرله پسې شپې لپاره لاریونونو ته راووتل چې د بشري حقونو د څار ډلو په وینا، د لاریون د ځپونکو اقداماتو له امله څه باندې ۸۰ کسان وژل شوي دي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.