ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اوسېدونکي د درملو بیو له لوړېدو شکایت کوي

د غزني اوسېدونکي د درملو بیو له لوړېدو شکایت کوي

غزني (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۱): د غزني د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکي د موسمي ناروغیو ډېرېدو ترڅنګ د درملو بیو له لوړېدو شکایت کوي او وايي، د پخوا په پرتله د درملو بیې څو برابره لوړې شوې چې بېوزله ناروغان یې د پېرلو توان نه لري.

خلک د درملو سوداګر او درمل پلورونکي پر ناوړه ګټه اخیستنه تورنوي او د غزني د عامې روغتیا ریاست د درملو پر پېر او پلور نظارت په برخه کې پاتې بولي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي محمدمعصوم پژواک خبري اژانس ته وویل، په هېواد کې د وزګارتیا، بېوزلۍ او ګڼو نورو ستونزو سربېره د درملو بیې لوړې شوې چې د خلکو ستونزې یې لا ډېرې کړې دي.

ده نیوکه وکړه چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د درملو بیو د کنټرول لپاره کومه کړنلاره نه لري چې د درملو سوداګر له دغه وضعیته ناوړه ګټه پورته کوي.

هغه زیاته کړه: «د پخوا په پرتله د ټولو درملو بیه دوه او درې برابره لوړه شوې ده، ډېر مهال ناروغان له خپل غربته نه شي کولای د اړتیا وړ درمل واخلي.»

د غزني بل اوسېدونکی خان ولي هم د دغه ولایت د عامې روغتیا پر ریاست نیوکه کوي چې پر درملتونونو او روغتونونو سم څار نه لري، همدا لامل دی چې د درملو بیې لوړې شوې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل: «په غزني کې د پخوا په پرتله د درملو بیې ډېرې لوړې شوې دي، د هر پاکټ ګولیو بیه له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو لوړه شوې ده چې غریب سړی یې د اخیستلو توان نه لري، لامل یې د روغتیا رياست د مسوولینو نه پاملرنه ده.»

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې په روغتونونو او درملتونونو کې دې د درملو کیفیت او بیې کنټرول کړي.

بلخوا په غزني کې درمل پلورونکي هم مني چې د درملو بیې لوړې شوې چې دوی یې لامل د لارو تړل او د ډېر محصول اخیستل ګڼي چې له امله یې په بازار کې درمل کم شوي او بیې یې لوړې شوې دي.

د غزني ښار د یوه درملتون مسوول نصرت الله لطیفي پژواک خبري اژانس ته وویل: «له یوې خوا د لارو ستونزه ده چې سوداګر د پخوا په څېر درمل نه شي واردولای، بل دا چې اوسني حکومت هېواد ته د درملو پر راوړلو ډېر محصول اخلي، دا دواړه لامل شوي چې په بازار کې درمل کم او بیې یې لوړې شي.»

خو روغتیايي چارواکي بیا د درملو بیو لوړوالی افغانستان شموله ستونزه ګڼي او وايي، یوازې په غزني کې نه، بلکې په ټول هېواد کې د درملو بیې لوړې شوې دي.

د غزني د عامې روغتیا رییس مولوي محمدحنیف مصباح پژواک خبري اژانس ته وویل، په بازار کې د درملو بیو کنټرول ځکه ستونزمن دی چې د درملو هره کمپنۍ بېلې بېلې بیې لري خو د دغه ریاست ټیمونه د امکان تر حده د درملو د کیفیت او بیو کنټرول په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: «د درملو په باره کې موږ درته ویلای شو چې د وس مطابق کوښښ روان دی او هڅه کوو چې د عامي روغتیا د اصولو مطابق چلند وکړو.»

هغه درمل پلورونکو ته خبرداری ورکړ، که په خپل سري ډول د درملو بیې لوړې کړې نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

یاده دې وې، افغانستان د درملو له اړخه په نورو هېوادونو پورې تړلی او د اړتیا وړ درمل له پاکستان، هند، ایران، ترکیې  او ګڼو نورو اسیايي او اروپايي هېوادونو واردوي.

Visits: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.