ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسيون فعالیت پیل کړ

ننګرهار کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسيون فعالیت پیل کړ

author avatar
27 Oct 2022 - 15:23
ننګرهار کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسيون فعالیت پیل کړ
author avatar
27 Oct 2022 - 15:23

جلال‌اباد (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): په ننګرهار کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسيون فعاليت پيل کړ؛ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ټولې غصب شوې ځمکې به بېرته راوګرځول شي.

د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د لړم په ۵مه، پژواک اژانس ته په راستولې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمېسیون د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ جوړ شوی چې مشري به يې د ولايت مرستيال کوي.

خبرپاڼې زياته کړې، د یاد کمېسیون په لومړۍ غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي محمد رباني ناصح وویل، د دغه کمېسيون د جوړېدو موخه دا ده چې دولتي ځمکې له غصبه خلاصې شي او بېرته د دولت ملکيت وګرځي.

سرچينه وايي، یاد کمېسيون به د ځمکو تشخیص، د غصب مخنیوی، سلطاني او امارتي ځمکې په نښه کوي او له تثبیت وروسته به یې بېرته د دولت په واک کې ورکوي.

مرستیال والي د غصب مخنیوي کمېسيون ته سپارښتنه وکړه چې یو عملیاتي پلان ترتیب کړي، څو د غصب شوو ځمکو، جایدادونو او تعمیرونو په اړه معلومات راټول شي.

د ننګرهار مرستیال والي د ادارو مسئوولینو ته سپارښتنه وکړه چې هر رييس مکلف دی څو د خپلو اړوندو ادارو د ځمکو او جایدادونو په اړه معلومات ولري او د غصب مخنیوي له کمېسيون سره يې شریک کړي څو بېرته يې راوګرځوي.

مرستیال والي د غصب مخنیوي کمېسيون غړو ته ډاډ ورکړ چې ولایت مقام يې ترشا ولاړ دی او په قوي اراده دې چارې مخته یوسي، څو غصب شوې ځمکې بېرته د دولت په واک کې ورکړل شي.

د ننګرهار د غصب مخنیوي کمېسیون د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۳۷۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه تثبیت شوې چې ژر به بېرته راوګرځول شي او غاصبین به د قانون منګولو ته وسپاري.

دغه‌راز د جلال‌اباد ښاروال نعمت‌الله اخند وویل، په جلال‌اباد ښار او نهو ناحیو کې شاوخوا ۱۰۲۷ قطعې ځمکه غصب شوې چې د بېرته ګرځولو هڅې یې روانې دي.

په یاد کمېسيون کې د کرنې او مالدارۍ، ښاروالۍ، کار او ټولنيزو چارو، ښار جوړونې، حج او اوقافو، څارنوالۍ، امنيه قوماندانۍ، اراضي، کادستر او د قضاياو ادارو استازي شامل دي.

Views: 188

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.