پلخمري (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۱): د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په تېرو اووه مياشتو کې په دغه ولايت کې ٢٤٠٠ کسان پر رواني ناروغيو اخته شوي چې ډېرى يې ښځې دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست د رواني ناروغیو د درملنې څانګې مسوول ډاکټر جواد ودید د لړم په ۹ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرکال په وروستيو شپږو مياشتو کې ١٦٧٣ کسان پر رواني ناروغيو اخته شوي وو.
خو دى وايي چې د روان کال په لومړيو ٧ مياشتو کې بيا دغه شمېره ٢٤٠٠ کسانو ته پورته شوې او شاخوا ٨٠ سلنه ناروغانې ښځې دي.
ده وويل، وزګارتيا او بېوزلي د رواني ناروغيو دوه تر ټولو مهم لاملونه دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP