منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بغلان کې په تېرو اووه مياشتو کې ٢٤٠٠ کسان پر رواني ناروغيو اخته شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۰۷ کتنې

پلخمري (پژواک، ۹ لړم  ۱۴۰۱): د بغلان روغتيايي مسوولين وايي، په تېرو اووه مياشتو کې په دغه ولايت کې ٢٤٠٠ کسان پر رواني ناروغيو اخته شوي چې ډېرى يې ښځې دي.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست د رواني ناروغیو د درملنې څانګې مسوول ډاکټر جواد ودید د لړم په ۹ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرکال په وروستيو شپږو مياشتو کې ١٦٧٣ کسان پر رواني ناروغيو اخته شوي وو.

خو دى وايي چې د روان کال په لومړيو ٧ مياشتو کې بيا دغه شمېره ٢٤٠٠ کسانو ته پورته شوې او شاخوا ٨٠ سلنه ناروغانې ښځې دي.

ده وويل، وزګارتيا او بې‌وزلي د رواني ناروغيو دوه تر ټولو مهم لاملونه دي.

هغه زياته کړه: «دلته چې کومې ښځې راځي، وايي چې مېړونه يې کار نه لري، ځينې وايي چې روغتون ته د بيا راتګ کرايه نه لري، په داسې حال کې چې د رواني ناروغيو درملنه اوږد وخت او مشورو ته اړتيا لري.»

ډاکټر وديد وايي، په دغه ولايت کې د رواني ناروغانو شمېر تر دې ډېر لوړ دى، خو دوى يوازې د هغو کسانو يادونه کوي چې روغتون ته يې مراجعه کړې او دوى ثبت کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې روغتون ته نهه ښځې او درې نارينه په داسې حال کې راوړل شوي چې د رواني ناروغيو له امله يې د ځان‌وژنې هڅې کړې خو بيا ژغورل شوي دي.

دغه‌راز پر رواني ناروغيو اخته محمد حسن پژواک ته وويل چې له څو مياشتو راهېسې دا ناروغي ورته پېدا شوې ده.

ده وويل: «د بې‌وزلې له امله په دې ناروغۍ اخته شوى يم، ټوله ورځ فکر کوم، همدا اوس هم پېسې نه لرم چې ځانته پرې دوا واخلم، که ولايتي روغتون کې دوا وي راته يې راکوي او که نه وي بيا له بازاره يې نه شم اخيستلاى.»

همدارنګه د بغلان د تالک برفک ولسوالۍ اوسېدونکي جنت‌ګل پژواک ته وويل چې مېرمن يې رواني ناروغي لري او اوس يې روغتون ته راوستې ده.

ده وويل: «زه راغلم دلته، خو شفاخانه کې دوا نشته دى، همدمره پېسې وې چې د موټر کرايه مې کړه، نورې پېسې هم نه لرم چې بېرون دوا واخلم.»

په ورته وخت کې، د بغلان د عامې روغتيا رياست د لومړنيو روغتيايي خدماتو څانګې امر ډاکټر نيازمحمد اکاخېل هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د رواني ناروغانو شمېر ډېر شوى دى.

خو دى وايي، دوى لاس تر زنې نه دي ناست او هڅه يې کړې چې له امکاناتو سره سم ناروغانو ته درمل او درملنه برابر کړي.

د پژواک د راپور له مخې، په هرات ولايت کې هم سږ کال پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا