ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال رياست د شنو خونو حاصلات نورو ولایتونو ته هم لېږي

د ننګرهار کانال رياست د شنو خونو حاصلات نورو ولایتونو ته هم لېږي

author avatar
17 Nov 2022 - 12:33
د ننګرهار کانال رياست د شنو خونو حاصلات نورو ولایتونو ته هم لېږي
author avatar
17 Nov 2022 - 12:33

جلال‌اباد (پژواک، ٢٦ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، پلان لري چې په نږدې وختونو کې د دغې ادارې له لوري د جوړو شوو شنو خونو تازه سبزي او حاصلات نورو ولايتونو ته هم ولېږي.

چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د موسمي سبزيو د حاصلاتو لوړېدو په موخه ازماېښتي شنې‌خونې جوړې کړې چې تازه يې حاصلات د لوړېدو په حال کې دي.

د چارواکو په خبره، د دغې چارې يوه بله موخه دا هم ده چې په هر موسم کې د خپل وطن تازه سبزي بازار ته وړاندې او کروندګر د شنو خونو پر ګټو خبر کړي.

د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام‌الرحمن کظیم پژواک اژانس ته وويل، په دغو شنې ‌خونو کې اوسمهال بادرنګ، رومیان، مرچ او ځیني سبزیجات حاصل ته رسېدلي او د ټولولو لړۍ يې روانه ده.

د هغه په وينا، دغه ازماېښتي شنې‌خونې – چې شمېر يې سلو ته رسېږي – د اټکل له مخې به د تېر په پرتله ډېر حاصل ورکړي او د پام وړ عواید به ترې ترلاسه شي.

کظیم وایي، په پلان کې لري چې دغه برخه کې لا ډېر کار وکړي او د دغو خونو شمېر سلګونو ته لوړ کړي.

کظیم زیاته کړه: «د کانال ریاست له لوري اوسمهال په دغه ولایت کې سل شنې‌خونې جوړې شوې دي، کوشش مو دا دی هغه تعداد شنې‌خونې چې موږ یې اوس لرو، هڅه کې یو که چېرې دا شنې‌خونې د خلکو اړتیاوې د تازه سبزۍ پوره نه کړي نو نورې به جوړې کړو.»

د کانال رييس وايي، پلان لري چې سږ کال د دغو شنو خونو تازه سبزي نورو ولايتونو ته هم ولېږي او د اړتيا پرمهال به، د شنو خونو په زياتولو سره د سزيو د لېږد کچه نوره هم لوړه کړي.

د کانال ریاست له لوري دا شنې‌خونې کرنیزو شرکتونو  ته په قرارداد ورکړل شوې دي او اوسمهال په کې فعالیت سرته رسوي.

د شنو خونو کارګر سږني حاصل ته خوښ دي او هیله لري چې د ډېرې ګټې‌وټې لامل به شي.

جان ولي چې په یادو شنو خونو کې کار کوي، پژواک ته وویل، تر دې وړاندې بې‌روزګار و او پلان يې درلود چې د کار لپاره له هېواده بهر لاړ شي، خو اوس چې ورته په هېواد کې د کار زمينه برابره شوه، له خپلې پرېکړې په شا شوی دی.

هغه زیاته کړه: «ډېر خوشحاله یم چې د کانال ریاست له لوري په جوړو شوو شنو خونو کې کار کوم او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه ګټم، په دې شنو خونو کې رومیان، مرچ، بادرنګ او بانجان کرل شوي دي.»

د دغو شنو خونو يو بل کاريګر احمد‌شاه وايي، د شنو خونو د پرمختګ لپاره دې حکومت ورسره د تخمونو په برخه کې مرسته وکړي، څو دوی وکولای شي چې په لوړه کچه حاصل ولري او په غېر موسمي وخت کې پرې د خلکو اړتیا پوره شي.

که څه هم اوسمهال د پخوا په پرتله په ختیځ کې د شنونو خونو شمېر ډېر شوی، خو په ورته مهال غوښتنې کېږي چې حکومت او ملي سوداګر دې د سړو خونو جوړولو لپاره هم هڅې وکړي څو پکې د اړتیا وړ ترکاري او مېوې خوندي او د اړتیا پر مهال بازار ته عرضه شي.

د يادونې ده، په غېر موسمې وخت کې په زیاته کچه مېوه او ترکاري له ګاونډيو هېوادونو واردېږي.

Visits: 144

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.