[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې ایران ویلز ته ماتې ورکړه خو کوربه هېواد قطر له دویمې ماتې وروسته له روانو سییالیو ووت.
د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه د ایران او ویلز ترمنځ وشوه چې ایران دوه پر صفر دا لوبه وګټله خو دغه هېواد خپله لومړۍ لوبه شپږ پر دوه انګلیستان ته وبایلله.
دویمه لوبه د کوربه هېواد قطر او سنیګال ترمنځ وشوه چې سنیګال درې پر یو ګولونه وګټله. له دې ماتې وروسته قطر له دې سیالیو ووت خو یوه لوبه یې لا پاتې ده.
نن په نورو لوبو کې د امریکا او انګلیستان ترمنځ لوبه صفر په صفر او د ایکواډور او نیډرلینډ لوبه یو په یو ګول مساوي پای ته ورسېدې.
بلخوا د برازیل مشهور لوبغاړی نیمار، د ټپي کېدو له امله به راتلونکو دوو لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره نه شي لوبېدلی.
د ۳۲ هېوادونو لوبډلو په ګډون د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لړم په ۳۰مه په قطر کې پیل شوې دي.
په دې سیالیو کې ګډونوال ۳۲ هېوادونه پر اتو ګروپونو وېشل شوي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.
د فوټبال نړۍوال فدارسیون (فیفا) وایي، په اې ګروپ کې قطر، اېکواډور، سنیګال او نیډرلینډ، په بي ګروپ کې انګلیستان، ایران، امریکا او ویلز، په سي ګروپ کې ارجنټاین، سعودي عربستان، مکسیکو او پولینډ، په ډي ګروپ کې فرانسه، اسټرالیا، ډنمارک او تونس لوبډلې شاملې دي.
د سرچینې په وینا، دغهراز په اي ګروپ کې هسپانیه، کوسټاریکا، جاپان او جرمني، په اېف ګروپ کې بلجیم، کاناډا، مراکش او کروشیا، په جې ګروپ کې برازیل، سربیا، سویس او کمیرون، په اېچ ګروپ کې پرتګال، غانا، یوراګوی او د جنوبې کوریا لوبډلې شاملې دي.
د فیفا د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ټولې شاوخوا ۶۴ لوبې، په اتو لوبغالو کې په یوه میاشت کې ترسره کېږي.
[/restrict]
Views: 104
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن