ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې‌وزلۍ او اقتصادي ناخوالو برهان‌الدین اړ کړی چې له بادغیسه تخار ته لاړ شي

بې‌وزلۍ او اقتصادي ناخوالو برهان‌الدین اړ کړی چې له بادغیسه تخار ته لاړ شي

author avatar
29 Nov 2022 - 18:26
بې‌وزلۍ او اقتصادي ناخوالو برهان‌الدین اړ کړی چې له بادغیسه تخار ته لاړ شي
author avatar
29 Nov 2022 - 18:26

تالقان (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): یو ۷۸ کلن سړی چې ظاهراً پر وجود یې د زړښت نښې له ورایه ښکاري، مټې یې د سختو کارونو توان نه لري، خو بیا هم هڅه کوي څو د خپلې اته کسیزې کورنۍ نفقه برابره کړي.

سهار وختي داسې مهال چې د لمر وړانګو لا د تالقان ښار ټولې سیمې نه وې رڼا کړې، د دغه ښار له یوې څنډې تېرېدم او پژواک خبري اژانس ته د راپور چمتو کولو لپاره د یوې خبري سوژې په لټه وم؛ ناڅاپه مې سترګې پر یوې معصومې او ظاهراً خوش‌ټيپه څېرې ولګېدې چې د ښار په یوه څنډه کې ناست دی او له نورو سره یې په خوږه «بادغیسۍ» لهجه خبرې کولې، ومې انګېرله چې دغه سړی په زړه کې د ویلو لپاره څه لري.

له هغه مې د روزګار په اړه پوښتنه وکړه، ویې ویل: «۷۸ کاله عمر لرم، په بادغیس د کار په لټه کې وم څو په دې ژمي کې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم؛ خو د کار نشتون له امله مې شمالي ولایتونو ته سفر وکړ او تخار ته راغلم، څو ځانته کار پیدا کړم او د مزدورۍ له لارې خپلې مېرمنې او شپږو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړم، خو څلور ورځې کېږي چې په دغه ولایت کې هم سرګردانه یم، هیڅوک حاضر نه شو چې له ما کار واخلي او مزدوري راکړي.»

دغه د پاخه عمر لرونکی سړی برهان‌الدین نومېږي او د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، ظاهراً پر وجود یې د زړښت نښې له ورایه ښکاري، مټې یې د سختو کارونو وس نه لري؛ خو بې‌وزلۍ او اقتصادي ناخوالو اړ کړی چې د زرګونو ستونزو په منلو سره د کار په لټه اووسي او خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ ومومي.

که څه هم د برهان‌الدین پر څېرې د ځوانۍ پاڼې خزان وهلې دي، د نادارۍ له درده داسې حکایت کوي: «درېیو اولادونو مې چې لا تر اوسه یې قانوني عمرونه نه وو پوره کړي، ګاونډیو هېوادونو ته واستول څو له سختې نادارۍ وژغورل شم، اولادونه مې چې لا تر اوسه واړه وو، و نه توانېدل څو د شاقه کارونو له لارې زموږ د کورنۍ لګښت پوره کړي، بس تصمیم می ونیو چې په دغه بوډاتوب کې لاس په کار شم او پر خپلو کمزورو مټو کورنۍ ته مې نفقه برابره کړم.»

هغه زیاتوي، په بادغیس ولایت کې یې میاشتې میاشتې هڅه وکړه چې د کار کولو زمینه ځان ته برابره کړي خو ونه توانېد، بالاخره پرېکړه یې وکړه چې شمالي ولایتونو ته سفر وکړي.

هغه وایي: «څلور ورځې کېږي چې تخار ولایت ته راغلی یم، خو دغلته هم کارونه کمرنګه دي او هیڅوک نه حاضرېږي چې له ما بوډا سړي څخه کار واخلي او راته مزدوري راکړي.»

دغه سپین ږيری چې غریو نیولی او په سترګو کې یې اوښکې ډنډ وې وایي: «په تخار کې مې په څلور ورځنۍ موده کې یوازې یو څو جوړې بوټونه رنګ کړي او د خپلې شپې او ورځې ډوډۍ مې برابره کړې ده؛ اوس اړ یم کندوز ولایت ته چې د تخار په ګاونډ کې دی لاړ شم، څو وتوانېږم ځانته د کار زمینه برابره کړم، خپلې مېرمنې او اولادونو ته چې زما له خوا نفقې لېږلو ته سترګې پر لار دي، هڅه وکړم یو څه پیدا کړم.»

برهان‌الدین چې اوس اړ دی خپلې اته کسیزې کورنۍ ته نفقه برابره کړي، په هېواد کې له ډېرې بې‌کارۍ شکایت لري او له حکومته غواړي څو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه په خپلو خبرو کې پژواک ته وویل: «هیله مې لرله چې په هېواد کې د واقعي او دایمي سولې په سیوري کې خپلو اولادونو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړم، څو په راتلونکي کې ځان او ټولنې ته نېک او ګټور انسانان شي، خو د روزګار جبر دغه هیلې راڅخه وتروړلې؛ اوس مې درې سر او نیم سر اولادونه په ایران کې پر سختو او شاقه کارونو بوخت دي، څو د کورنۍ د لګښت یوه برخه برابره کړي، په داسې حال کې چې ایرانۍ پیسې ورځ تر بلې د لوېدو په حال کې دي او د هغوی د شاقه کارونو ثمره هم زموږ د روزګار درملنه نه شي کولای.»

برهان‌الدین چې یو پوخمنګی سړی دی، له څېرې یې د هغه زرګونه دردونه حس کولای شو، د نادارۍ او زړښت درد، د کار نشتوالي او نور دردونه.

په دغه حال کې، د تالقان ښار ځيني مدني فعالان وایي، که هېواد ته دومره ډېرې رسېدلې بشري مرستې په عادلانه ډول ووېشل شي، هیڅ سپین ږیری به دغه راز سختو کارونو کولو ته اړ نه شي.

همداراز په تخار کې یوه مدني فعال عطالله وویل، هره ورځ هر مرستندویه بنسټ ته لسګونه اړ کسان مراجعه کوي، خو تر ډېره بارسوخه خلک له دغو مرستو برخمن کېږي، په داسې حال کې چې دغه مرستې د اړو وګړو لپاره دي.

د هغه په خبره، که په اوسنیو شرایطو کې دغه پراخې بشري مرستې په عادلانه ډول ووېشل شي، نو د برهان‌الدین په څېر هیڅ سپین ږيری نه مجبورېږي چې سختو کارونو ته اوږه ورکړي.

دا یوازې برهان‌الدین نه دی چې د روزګار له دغه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د هېواد په کچه زرګونه نور وګړي هم له ورته حالت سره مخ دي او له مسوولینو د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

Visits: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.