ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال پر سینه‌ او بغل د اخته کسانو شمېر د تېرو دوو کلونو په پرتله نږدې ۴۸ سلنه ډېری شوی

سږ کال پر سینه‌ او بغل د اخته کسانو شمېر د تېرو دوو کلونو په پرتله نږدې ۴۸ سلنه ډېری شوی

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): ډاکتران په هېواد کې د سینه او بغل ناروغۍ د زیاتېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې له کوره د وتلو پر مهال ماسک وکاروي او ناروغان، په ځانګړې توګه پر دغې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان امر، پژواک خبري اژانس ته وويل، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د سينه او بغل ٩٠١ زره مثبتې او له امله یې ١٧٤٨ د مړینې پېښې، په ۲۰۲۱ کال کې‎ څه باندې ٩٤٤ زره مثبتې او ۱۹۹۵ د مړینې پېښې او د ۲۰۲۲ کال په ۱۱ میاشتو کې له ۹۶۰ زرو ډېرې مثبتې او ۱۷۹۵ د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

هغه وايي، د هوا په سړېدو سره د تېرو دوو کلونو په پرتله، سږ کال د سینه او بغل (نمونیا) پېښې ډېرې شوې دي او دا چې ژمی په نږدې کېدو دی، ښايي دغه پېښې نورې هم ډېرې شي.

نوموړي د یادې ناروغۍ د ډېرېدو اصلي لامل په اړه وویل، دغه ناروغي د شري او خوارځواکۍ په زیاتېدو او د هوا په سړېدو سره زیاتوالی مومي.

هغه زیاته کړه، سینه او بغل ناروغي نه یوازې په ماشومانو کې وي، بلکې لویان هم پر دې ناروغۍ اخته کېدای شي.

سرچينه زياتوي، هغه کسان چې مخکې یې د نري‌ رنځ (سل) ناروغي درلوده او ډېر سګريټ يې څکولي وي او يا يې د سږو مزمنه انسدادي (COPD) ناروغي درلوده، د سینه او بغل ناروغۍ شدت يې زياتوي او ان د مرګ لامل هم کېږي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د یادې ناروغۍ پر وړاندې خپل ځانونه ګرم وساتي او له کوره د وتلو پر مهال ماسک وتړي.

په همدې حال کې، د کابل د اندراګاندي د ماشومانو روغتون کې د داخلي ناروغیو څانګې موظف ډاکټر محمدعارف حسن‌زي پژواک ته وويل، سينه او بغل يوه له انتاني ناروغيو څخه ده چې د تنفسي سيستم له لارې بدن ته ننوځي او د سينه او بغل لامل ګرځي چې د هوا په سړېدو سره دغه پېښې ډېرېږي.

هغه زیاته کړه، په ماشومانو کې سینه او بغل ناروغي په مختلفو درجو رامنځته کېږي؛ له عادي نیولي بیا تر شدید سینه او بغل پورې وي او په ځینو مواردو کې  زکام هم ورسره پیدا کېږي.

د نوموړي په ​​خبره، تبه، بي‌اشتهايي، سخت ټوخى، د تنفسي سيستم بندېدل او د نوکانو او شونډو شنه کېدل په ماشومانو کې د یادې ناروغۍ له ځينو نښو څخه دي.

هغه هم پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زياتوالي خبرې وکړې او ويې ويل: «په هرو ٢٤ ساعتونو کې شاوخوا ٣٠ ناروغان چې په سخت وضعیت کې وي، بستر کېږي او له درېيو تر ١٥ ورځو په تېرولو وروسته بېرته رغېږي او رخصتېږي.»

ډاکټر حسن‌زی وايي، په اندارګاندي روغتون کې په يوه مياشت کې د مړو شمېر ١٢ ماشومانو ته رسېږي چې لوی لامل یې روغتون ته د دغه ډول سختو ناروغانو ناوخته لېږدول دي.

نوموړي د واکسين پر تطبيق د ټينګار ترڅنګ، ميندو ته لارښوونه وکړه چې خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو ته خپلې شيدې ورکړي؛ ماشوم ته خپلې شیدې ورکول تر دوه‌نیم کلنۍ پورې د هغه د بدن مقاومت زیاتوالي لامل ګرځي او د مړینې مخه یې نیسي.

دغه‌راز نوموړي له کورنيو وغوښتل چې خپل ناروغ ماشوم ژر تر ژره روغتيايي مرکز ته ولېږدوي، د کوټې هوا معتدله وساتي او د ناروغ په خونه کې له سګرټ څکولو ډډه وکړي.

بلخوا، د ابن سینا په صدري روغتون کې موظف ډاکټر عزت‌الله په دې باور دی چې سینه او بغل په لویانو او ماشومانو کې رامنځته کېدای شي او په هر عمر کې د انسان د بدن معافیت پورې تړاو لري.

هغه په خلکو کې د سينه او بغل ناروغۍ د رامنځته کېدو يوازینی لامل له لوګي تولیدوونکو سون‌توکو استفاده بولي او وايي، په لويو ښارونو کې د هوا ککړتيا او نفوس ډېر وي او د کورنيو د اقتصادي وضعیت خرابوالي له امله خلک د خپلو کورونو ګرمولو لپاره له دود تولیدوونکو سون‌توکو ګټه اخلي، خو د خښتو بټیو، حمامونو او رسټورانټونو له لوري د سون دغه ډول توکي سوځول هم له دې مستثنی نه دي او خلکو ته د میکروبونو د لېږد زمینه برابروي.

د سرچينې په وينا، هغه ناروغان چې یاد روغتون ته مراجعه کوي، ډېرى يې د تنفسي مزمنې ناروغۍ، د سخت ټوخي ترڅنګ بلغم او د نفس تنګوالي ناروغان وي چې له همدې امله په روغتون کې بستري کېږي.

نوموړي په یوه پیغام کې خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو کورونو ګرمولو لپاره د امکان تر بریده د لوګي تولیدوونکو سون‌توکو له کارولو ډډه وکړي او د خپل ښار او کور پاک ساتلو ته پاملرنه وکړي.

ناروغلرونکي

د کابل ښار اوسېدونکې بي‌بي ‌امنه چې يو کلن ماشوم يې پر سينه او بغل ناروغۍ اخته دی او دا مهال په دغه روغتون کې بستر دی، وايي: «زما د ماشوم وضعیت خراب و، د زړه بدوالی او تبه يې درلودل، ډاکترانو یې درملنه وکړه.»

هغه وايي، په کور کې يې نور ماشومان هم پر سينه او بغل اخته دي، خو د دغه ماشوم روغتيايي حالت ډېر خراب و او د ډاکترانو تر څارنې لاندې بستر دى.

دغه‌راز د عادلې په نوم د پروان ولايت د غوربند ولسوالۍ اوسېدونکې چې له یوې اونۍ راهیسې یې دوه کلنه لور په دغه روغتون کې بستري ده وايي، لور يې یوه اونۍ بستر شوه او لاړل، خو بېرته ناروغه شوه او نن بیا په روغتون کې بستر او تر درملنې لاندې ده.

Visits: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.