کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواک انجنیرانو او تخنیکرانو په هڅو یوه «ایم ای- ۳۵» او یوه «سي – ۲۰۸» ډوله الوتکې ترمیم او فعالې شوې دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې د دغه وزارت د انجنیرانو او تخنیکرانو له لوري د نورو ویجاړو شوو او غیرفعالو الوتکو د ترمیم او فعالولو بهیر هم روان دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د لېندۍ په اوومه ويلي وو چې د ياد وزارت د هوايي ځواک په هڅو په تېر څه باندې یوه کال کې شاوخوا ۶۰ ثابتې وزرلرونکې او متحرکې وزرلرونکې الوتکې ترمیم او فعالې شوې دي.
د راپورونو له مخې، تېر کال په زمري میاشت کې امریکایي ځواکونو له افغانستانه د وتلو پرمهال یو شمېر الوتکې تخریب او غېرفعالې کړې وې.
د راپورونو پر اساس، دغو ځواکونو ۷۳ الوتکې او چورلکې په افغانستان کې پرېښودې؛ خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیټ مکینزي هغه مهال ویلي و چې د دې ټولو کارول ناشوني شوي او دا الوتکې به بيا الوتنه ونه کړي.
Views: 128
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن