منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۰ غ.و
۱۷°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا ۱۲ ساعته شوه

برېښنا شرکت وروسته له هغه پرېکړه وکړه چې د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا دې ۱۲ساعته شي چې پژواک په دغو پارکونو کې د برېښنا د ۴۷ سلنې کمېدو او له امله یې د راولاړو شویو ستونزو په اړه راپور خپور کړ.

غړي

کابل کې د هنډبال سیالۍ پیل شوې

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي چې په کابل کې د ۱۳ ولایتونو په ګډون د هنډبال نهه ويشتم پړاو سیالۍ پیل شوې.

غړي

څېړنپوه دکتور هاشمي ته رسماً د اکاډميسن علمي رتبه ورکړل شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي څېړنپوه دکتور سيد محی‌الدين هاشمي ته د اکاډمیسني علمي رتبه رسماً د علومو اکاډمي له خوا ورکړل شوه او چارواکو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به دا بهیر په عادي ډول روان وي او مستحقو علمي او اکاډميکو شخصيتونو ته به د اصولو او قوانینو مطابق رتبې ورکول کېږي.

غړي

کندهار ته د هندي وزو دوه نسله راوړل شوي

څو میاشتې مخکې یو شمېر سوداګرو کندهار ته د هندي وزو ګلابي نسل راووړ چې د خلکو او مالدارۍ برخې د مسلکي کسانو له تود هرکلي سره مخ شو؛ ځکه د وزو دغه نسل نه یوازې ډېرې شیدې ورکوي، بلکې ډېر بچي هم زېږوي.

نور راپورونه