منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۲ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

«دا اسلام‌اباد دی، توره بوړه نه ده»

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد د استیناف محکمې (هاي‌کورټ) مشر قاضي د یوې قضیې پر مهال ویلي: «دا اسلام اباد دی، توره بوړه نه ده.»

غړي

یوناما: پر کاج ښوونيز مرکز برید کې ۵۳ تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي

یوناما په داسې حال کې چې وايي د کابل په دشت برچي کې د «کاج» پر ښوونیز مرکز بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۳ او د ټپيانو ۱۱۰ تنو ته رسېدلی چې حکومت تردې مخکې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۵ او د ټپيانو ۳۱ تنه اعلان کړی و.

غړي

له کابل ښاره څه باندې ۱۰۱۰۰ سوالګر ټول کړل شوي

د سوالګرو راټولولو لړۍ له پیله تر اوسه، له کابل ښاره ۱۰۱۵۰ سوالګر راټول کړل شوي؛ له دې ډلې تر ۶۳ سلنه ډېر یې حرفه‌یي سوالګر دي چې د سوالګرو ټولولو کمېټې د پرېکړې له مخې، دغه کسان د سوال کولو حق نه لري او د دغه کار د بیا تکرار په صورت کې به مجازات شي.

غړي

نيکلاسن: افغانستان کې يواځې بشري مرستې اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان کې د انکشافي کارونو په ترسره کولو د ټینګار ترڅنګ وايي، افغانان بايد ډله‌ييز مجازات نه شي چې دا چاره د سولې ټینګښت او د ناامنۍ ضد مبارزې او لاسته راوړنو ته زيان رسوي.

غړي

د کندهار ښاریان: د میرویس روغتون پر عمومي سړک موانعو له ستونزو سره مخ کړي یو

د کندهار ښار د لومړۍ او شپږمې ناحیې اړوند د شهیدانو او ډنډ څلورلارو ترمنځ د عمومي سړک په منځ کې تېره ورځ دوه ځایه امنیتي موانع ایښودل شوي چې خلک وايي، لار بنده شوې او ګڼې ستونزې ورته پیدا شوې دي.

غړي

په بلخ کې ښځو ته د لاریون اجازه ور نه کړل شوه

په مزار کې یو شمېر ښځې وايي، امنیتي کسانو د کابل وروستي برید غندنې په موخه د دوی د لاریون مخنیوی کړی خو امنیتي چارواکو ویلي چې لاریون کوونکو له دوی سره همغږي نه وه کړې نو د امنیت خوندیتوب په موخه یې په ښار کې د تګ راتګ اجازه ور نه کړه.

غړي

جلال‌اباد کې د زورخانه‌يي ورزش سیالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان د بدني روزنې او المپيک رياست او د «زورخانه‌یي» ملي فدراسيون له لوري د ولايتونو په کچه د یاد ورزش د منتخبو لوبډلو ترمنځ سيالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولۍ پرون پای ته ورسېدې.

غړي

مرکزي بانک: د اسعارو په تړاو ظاهراً د یوې ادارې له خوا صادر شوي مکتوب په اړه راسره همغږي نه ده شوې

د افغانستان بانک وایي، په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکی هغه مکتوب له یاد بانک سره له همغږۍ پرته خپور شوی چې ګواکې صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي نه شي کولای په بهرنیو اسعارو تبادلې او لېږد ترسره کړي او ظاهراً د استخباراتو د یوه رياست له خوا صادر شوی دی.

غړي

دایکنډي کې د «ارسو» مؤسسې له خوا د چټکو او سیمه‌ییزو زده‌کړو ۳۵۵ ټولګي فعال شول

د راه رهنورد ټولنیزې سوکالۍ مؤسسې (RSO) ولایتي مسوولینو د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق  (UNICEF)په مالي مرسته، په دایکنډي ولایت کې د چټکو او سیمه‌ییزو زده‌کړو د ۳۵۵ ټولګیو د فعالېدو خبر…

نور راپورونه