Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له غزني تر کندهاره د وارداتي برېښنا لېږد په موخه د پایو لګولو درېدلې چارې بیا پيل شوې

غزني ښار (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د لېږد په موخه د مزیو غځولو او پایو لګولو چارې- چې له تېرو دوو کلونو راهیسې درېدلې وې – د سرپرست حکومت د ریاست‌الوزراء په حکم بیا پيل شوې.

د دغې پروژې بیا پیلولو په مراسمو کې د غزني برېښنا شرکت رییس قاري صلاح‌الدین توکلي رسنیو ته وویل، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د مزیو او پایو کارونه ۸۵ سلنه بشپړ شوي چې پاتې ۱۵ سلنه درېدلي کارونه یې نن بیا پیل شول.

هغه زیاته کړه، د غزني په ساحه کې د دغې برېښنا د ۱۲۰ پایو کارونه چې د استملاک، کادستر، اراضي او نورو ستونزو له امله پاتې وو، اوس بېرته پیل شول.

هغه د یادې پروژې د بشپړېدو مودې او لګښت په اړه جزیات ور نه کړل او ویې ویل چې دا معلومات یوازې د افغانستان له برېښنا شرکت سره دي.

نوموړي وویل، اوسمهال د ماین پاکۍ دوو موسسو «هیلو ټرسټ» له غزني تر زابله او «ډي‌ار‌سي» له زابله تر کندهاره له ماینونو د هغو سیمو پاکولو چارې پیل کړې چې د برېښنا پایې په کې لګول کېږي.

نوموړی وايي، دا چارې به دوې میاشتې وخت واخلي.

توکلي وویل، مخکې د دغې پروژې چارې د یوه هندي شرکت «کې سي» له لوري مخ ته وړل کېدې چې مالي ملاتړ یې د امریکا متحده ایالتونو پرمختیايي ادارې (USAID) کاوه، خو اوس به یې لګښت د افغانستان برېښنا شرکت له لوري ورکول کېږي.

د غزني حوزې برېښنا شرکت امنیتي مرستیال انجینیر عزت‌الله وحدت وايي، دغه پروژه دوه برخې لري چې یوه یې «سب سټېشن» او بله یې «ټرانسمېشن لاین» دی.

ده پژواک ته وویل، له غزني تر کندهاره د پنځو سب سټېشنونو جوړولو کارونه سل سلنه خلاص شوِي، یوازې د ټرانسمېشن لاین کم کارونه پاتې دي چې ژر به بشپړ شي.

هغه زیاته کړه: «له غزني تر کندهار د ۳۶۵ کیلو متره په واټن د برېښنا لېږدولو د مزیو تدارکاتي چارې ۱۰۰سلنه بشپړې شوې، جنس تکمیل دی، تخنیکي ټیم فعال دی او پر وړاندې یې هیڅ ډول ستونزه موجوده نه ده.»

د کابل- کندهار پر لویه‌لار د غزني د څلورو ولسوالیو قره‌باغ، آب بند ، مقر، ګیلان او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي- چې د برېښنا مزي ورڅخه تېرېږي- خوښ دي چې د دغې پروژې له بشپړېدو سره به یې په ژوند کې بدلون راشي.

د مقر ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي سلطان پژواک خبري اژانس ته وویل، څنګه چې د وارداتي برېښنا کارونه د تېر حکومت پرمهال په چټکۍ سره روان و، همداسې دې بیا هم دغه کارونه په چټکۍ سره وشي، څو دا سیمې له برېښنا برخمنې شي.

د چارواکو په وینا، د یادې پروژې له لارې به د غزني تر قره‌باغ، آب بند، مقر او ګیلان ولسوالیو او بیا تر زابل او کندهار ولایتونو ته د ۳۰۰ مېګاواټه په ظرفیت برېښنا ولیږدوي چې له مخې به یې د یادو سیمو اوسېدونکو ته د صنعتي فابریکو، د کورونو روښانتیا، د کرنې سیسټم د پرمختګ، اوبو لګونې، روغتیا او ښوونېزو خدمتونو په برخو کې اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې ده، د وارداتي برېښنا مزي له ازبکستان څخه د کابل له لارې تر غزني غځېدلي چې وروسته به زابل بیا کندهار او له هغه وروسته د بلوچستان ایالت کویټې ته وغځول شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.