جوزجان (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): په جوزجان ولایت کې امو سیند ته څېرمه دواړو غاړو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د دغه سیند په اوږدو کې د استنادي دېوال له نشتوالي او د خپلو کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو شکایت کوي چې کرنې وزارت د امو سیند ویجاړیو د څېړنې په موخه شمالي ولایتونو ته د یو لوړپوړي پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د امو سیند په څنډو کې د دغه ولسوالیو اوسېدونکي چې هره ورځ د سنید د ویجاړیو له امله له ستونزې سره مخ دي وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د امو سیند اوبو د دغو ولسوالیو تر ۱۰ کیلومتره ډېره ځمکه لاندې کړې چې له امله یې ویجاړۍ اوس هم دوام لري.
د قرقين ولسوالۍ د «کبک» کلي اوسېدونکي محمدشريف پژواک خبري اژانس ته وويل: «زموږ کرنيزې ځمکې چې سیند ته څېرمه پرتې وې، د سیند پر تل بدلې شوې او دغه ویجاړۍ هر کال په ولسوالۍ کې ادامه لري.»
نوموړی د سیند په اوږدو کې د استنادي دیوال نشتوالی د دوی د ځمکو د ویجاړېدو اصلي لامل بولي او وايي: «پر دې سربېره چې نه شو کولای د امو سیند له اوبو د خپلو کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره استفاده کړو، دغه اوبه د طبیعي آفت په توګه پر موږ نازلې شوې او هره ورځ زموږ ټول شته رانه اخلي.»
د نوموړي په خبره، د خلکو هغه کرنيزې ځمکې چې په تېرو کلونو کې د سیند اوبو له امله ويجاړې شوې، سلګونو جريبو ته رسېږي.
هغه زیاتوي: «اوس زموږ ځمکې د سیند بلې غاړې ته پرتې دي چې د ترکمنستان پولهساتي موږ ته د د هغه د کرلو اجازه نه راکوي.»
نوموړي د دغه وضعیت د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، که وضعیت همداسې دوام وکړي، په راتلونکو لسو کلونو کې به د قرقین او خمآب ولسوالیو ډېری کرنیزې ځمکې د امو سیند تر اوبو لاندې شي.
په ورته مهال، د جوزجان ولایت د خمآب ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمنان وايي: «موږ له تېرو څو کلونو راهیسې د خپلو ځمکو د ویجاړېدو ستونزې د تېر حکومت له سیمهییزو مسوولینو سره شریکې کړې وې خو دوی په دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.»
عبدالمنان څرګنده کړه چې د مسوولینو د بېغورۍ له امله هر کال د خمآب ولسوالۍ د کروندګرو لسګونه جريب کرنيزه ځمکه له منځه ځي.
هغه وويل: «زما ۱۱ جرېب ځمکه او يو باغ د سیند اوبو یووړل او زه مجبور شوم چې خپل کور د ولسوالۍ جنوب ريګستان لوري ته انتقال کړم.»
هغه له ځايي چارواکو غواړي چې د قرقين او خماب ولسواليو د خلکو ستونزې هوارې کړي او کنه نو د يادو ولسواليو د خلکو کورونه او کرنيزې ځمکې به د سیند اوبه لاندې کړي.
په ورته وخت کې، د ولايت مقام د دفتر رییس استاد محمدمجاهد هم د قرقين او خمآب ولسواليو د خلکو ستونزې تاييدوي او وايي، د دغو ولسواليو خلکو د امو سیند د ستونزو له امله څو ځلې د جوزجان والایت مقام ته ورغلي او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړې دي.
هغه زیاته کړه: «موږ د دې ستونزې هواري لپاره له ملي او نړۍوالو بنسټونو سره خبرې کړې او د حل لپاره یې جدي هڅه کوو.»
هغه وویل چې د امو سیند د اوبو ستونزه یوه لویه ننګونه ده او په ورته مهال ډېر وخت ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه: «د سیند د اوبو مهارول لویې بودجې ته اړتیا لري چې موږ د هغه لپاره د یو تمویلوونکي بنسټ په لټه کې یو.»
سرچينې څرګنده کړه، اوسمهال په سيمهييزه کچه دغه کار د دوى له توانه لوړ دی خو هڅه کوي چې دغه ستونزه له هغو مرستندويه بنسټونو او سرچینو سره په همغږۍ هواره کړي چې په دې برخه کې کار کوي.
په ورته مهال، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو، انرژۍ او اوبو، کانونو او پټرولیم، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو د مرستیالانو او رییسانو یوه ګډ پلاوي د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د امو سیند د ویجاړیو څېړنې مخنیوي په موخه شمالي ولایتونو ته سفر کړی دی.
په دغه ټویټ کې راغلي چې ټاکل شوې دغه پلاوی د امو سیند شاوخوا ولایتونو ته سفر وکړي، ویجاړې شوې او تر ګواښ لاندې سیمې په نښه کړي او هغه سیمې چې تر جدي ګواښ لاندې دي، د بیارغونې لپاره به یې د لازمو اقداماتو په ترسره کولو سره مخنیوی وشي او د رامنځته کېدونکو ویجاړیو د لګښتونو اټکل به هم وشي.
سرچينې ليکلي، یاد ګډ پلاوی به د امو سیند د زيانمنو ځایونو او ويجاړيو له ليدنې وروسته د دغه سیند د تحکیماتو او تخريب مخنيوي په موخه کابينې ته بودجه او مکمله طرحه وړاندې کړي.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن