ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې سږ کال ٥١٦ ټنه ممپلي توليد شوي

ننګرهار کې سږ کال ٥١٦ ټنه ممپلي توليد شوي

author avatar
7 Jan 2023 - 15:53
ننګرهار کې سږ کال ٥١٦ ټنه ممپلي توليد شوي
author avatar
7 Jan 2023 - 15:53

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت يو شمېر کروندګر او د ممپليو سوداګر وايي، سږ د تېر کال په پرتله د حاصلاتو کچه یې لوړه شوې خو د خرڅلاو لپاره يې بازار نه لري.

بل لورته، د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولين وایي چې سږ کال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ٢٤٠ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي چې ٥١٦ ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، هڅه کوي چې په دغه ولایت کې کروندګر د کوکنارو پر ځای دغه ډول حاصلاتو ته وهڅوي او د بازارموندنې برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد وايي، سږ کال د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د کروندګرو له خوا پر ۲۴۰ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي وو.

هغه زياته کړه، د ممپليو حاصلات د تېر په پرتله ډېر شوي او تر اوسه ترې ۵۱۶ ټنه حاصلات راټول شوي دي.

د کرنې رييس وايي: «په خوږياڼو، پچيراګام، هسکې مېنې، حصارک، چپرهار، شيرزاد او شينوارو ولسواليو کې سږ کال ممپلي کرل شوي وو چې ښه حاصل يې ورکړی دی.»

بلخوا، کروندګر او سوداګر که څه هم خوښ دي چې د تېر په پرتله د ممپليو حاصلات ډېر شوي او داخلي بازار يې هم ښه دی خو وايي، که بهرنی بازار ورته وموندل شي نو کروندګر به ډېره ګټه ترلاسه کړي.

د شېرزادو ولسوالۍ يو کروندګر اول خان چې د دغې ولسوالۍ په طوطو سيمه کې يې پر خپله يو جريب ځمکه ممپلي کرلي وو وايي، سږ کال يې ښه حاصلات راټول کړي دي.

هغه چې خپل راټول کړي حاصلات جلال‌اباد ښار ته د خرڅلاو لپاره راوړي وو وویل، ممپلي ترې په ارزانه بیه اخېستل کېږي، که بهرنی مارکېټ پيدا شي نو د دوی د حاصلاتو بيه به لوړه شي.

هغه له حکومته وغوښتل: «موږ سره بايد د اصلاح شوو تخمونو، سرو او نورې مرستې وشي، بله غوښتنه مو دا ده چې بهرنی مارکېټ پيدا شي.»

دغه‌راز، د سره‌رود ولسوالۍ يو کروندګر محمدنعيم هم ورته غوښتنه کوي او وايي، ډېر کله ځيني پاکستاني سوداګر په اوسني وخت کې د ننګرهار ممپلي په ارزانه بيه اخلي او بيا يې په نورو وختونو کې بېرته افغانستان ته په لوړ قيمت رالېږي.

د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ممپليو پر کښت سربېره د ممپليو د پروسس او پخولو چارې هم تر پخوا ښه شوې او جلال‌اباد ښار کې ډېرې بټۍ (د ممپليو د پخولو کارځايونه) جوړې شوې چې خلکو ته يې د کار کولو زمينه هم برابره کړې ده.

د کرنې رييس مولوي عبدالستار محمد وايي، همدا اوس په جلال‌اباد ښار کې ممپلي له پروسس وروسته د هېواد مختلفو ولايتونو ته لېږل کېږي او ځينو ګاونډيو هيوادونو ته هم صادرېږي.

د هغه په وينا، د کرنې او اقتصاد وزارتونو له لارې يې هڅې پيل کړې چې سوداګرو ته په بهرنيو هېوادونو کې د هېواد د تازه او وچو مېوو د خرڅلاو مارکېټ برابر کړي.

Visits: 454

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.