ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې سینماګران وايي، حکومت دې د سیمنا ملاتړ وکړي

جوزجان کې سینماګران وايي، حکومت دې د سیمنا ملاتړ وکړي

author avatar
8 Jan 2023 - 16:44
جوزجان کې سینماګران وايي، حکومت دې د سیمنا ملاتړ وکړي
author avatar
8 Jan 2023 - 16:44

شبرغان (پژواک، ۱۸ مرغومي ۱۴۰۱): په جوزجان کې ځیني سینماګران په داسې حال کې د مستندو فلمونو جوړولو برخه کې له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او د ملاتړ غوښتونکي دي چې مسوولین وایي، له هرې ممکنې لارې هڅه کېږي څو په دغه ولایت کې یاد هنر ژوندی وساتي.

دغو سینماګرانو ویلي، تر اوسه له دوی سره هیڅ یوه بنسټ مالي او تخنیکي مرسته نه ده کړې او په خپلو کمو تخنیکي امکاناتو کارونه مخ ته وړي.

د جوزجان سینماګرانو کور مشر عبدالمتین سدید پژواک خبري اژانس ته وویل: «څه وخت مخکې مو په ډېرو کمو امکاناتو وکولای شول یو لنډ روزنیز فلم جوړ کړو.»

هغه پر تېر حکومت نیوکه وکړه، ویې ویل چې په دغه ولایت کې د سینما هنر ته هیڅکله پام نه دی شوی او نه یې هم ملاتړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د جمهوریت په وخت کې هم موږ حاشیه کې پاتې وو او اوس مو هم څوک ملاتړ نه کوي، اوس دلته څو سینماګران په ډېرو کمو امکاناتو تعلیمي او تربیتي لنډ فلمونه جوړوي څو دغه هنر په ‌‌ذهنونو کې ژوندی وساتي.»

هغه څرګنده کړه، د سینماګرانو کور مالي برخې پیاوړتیا لپاره یې څه وخت مخکې په پام کې و داسې یو کار وکړي چې د پیسو بدل کې لنډ فلمونه نندارې ته وړاندې کړي، خو چاپ کړي ټکټونه یې هیڅ یو ونه پلورل شو او څوک حاضر نه شول د دوی فلم وګوري.

په دغه ولایت کې د سینما یوه کارکوونکي محمدامین ناکام وویل: «له لس کاله ډېر وخت کېږي د سینما برخه کې هنري فعالیت لرم، خو تر اوسه د هیڅ بنسټ له لوري ستایل شوی نه یم.»

د هغه په وینا، ډېری هغه ځوانان چې په فرهنګي او سینمایي برخو کې یې فعالیت درلود، د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي سینما پرېږدي او نورو کارونو ته مخه کړي او یا هم ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

هغه زیاته کړه: «ځکه موږ ټول د خپلو کورنیو پر وړاندې مسوولیت لرو، څو یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړو، خو دلته د سینما په کار کې بر او برکت نشته.»

هغه له سرپرست حکومت او ځینو مرستندویو موسسو غواړي څو د فرهنګي برخو، په ځانګړې توګه د سینما ملاتړ وکړي، پرته له دې به یاد هنر د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.

په همدې حال کې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سیف‌الدین معتصم په دې اړه وایي چې دوی په دغه ولایت کې د سینما هنر د ودې لپاره دوامداره هڅې کوي او له فرهنګي پروګرامونو، په ځانګړې توګه له سینما ملاتړ یې په لومړیتوبونو کې ځای لري.

هغه زیاته کړه چې له ځینو خصوصي بنسټونو سره یې خبرې کړې څو له سینماګرانو سره د سینما په برخه کې مرسته وکړي.

معتصم زیاتوي: «له هرې ممکنې لارې هڅه کوو څو په جوزجان ولایت کې د سینما هنر ژوندی وساتو.»

هغه وویل، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سینما هنر او یو شمېر فرهنګي پروګرامونو ژوندي ساتلو لپاره ځیني ګامونه اخیستي او هڅه کوي څو دا ډول پروګرامونه پراخ کړي.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.