ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د پاسپورټونو د وېش لړۍ د ژر بېرته پیلېدو غوښتنه کوي

خلک د پاسپورټونو د وېش لړۍ د ژر بېرته پیلېدو غوښتنه کوي

author avatar
8 Jan 2023 - 13:42
خلک د پاسپورټونو د وېش لړۍ د ژر بېرته پیلېدو غوښتنه کوي
author avatar
8 Jan 2023 - 13:42

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱): ډېر خلک د پاسپورټونو د وېش لړۍ له درېدو شکایت کوي او وايي، په داسې حال کې چې پاسپورټونو ته سخته اړتیا لري، دا لړۍ د تخنیکي ستونزو په پلمه درېدلې او د شاوخوا درېیو میاشتو په تېرېدو لا هم نه ده پيل شوې.

خو د پاسپورټ ریاست لا هم وایي چې د پاسپورټ د وېش پیلولو کره نېټه نه ده معلومه او هڅه کوي د تخنیکي ستونزو له ختمېدو سره یې د وېش بهیر پیل کړي.

د دې ادارې مسوولینو د تېرې تلې میاشتې په ۱۶مه وویل چې د ښو خدماتو وړاندې کولو او د مراجعینو د کاري پړاوونو چټکتیا لپاره غواړي د دې ادارې په تخنیکي او تجهیزاتي سیستمونو کې مثبت بدلونونه راولي چې د دې پروسې بشپړول وخت غواړي او اړتیا ده د پاسپورټونو د وېش خدمات د یادې پروسې تر بشپړېدو او دویمې خبرتیا وځنډول شي.

خو د درېیو میاشتو په تېرېدو تر اوسه (د مرغومي ۱۸مه) د پاسپورټونو وېش نه دی پیل شوی او هغه خلک چې پاسپورټونو ته اړتیا لري، د دې لړۍ د بېرته پيلېدو غوښتونکي دي.

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې یوه اوسېدونکې سویتا وايي، د پاسپورټ اخیستلو ته شېبې شمېري؛ ځکه ناروغه ده او غواړي د درملنې لپاره پاکستان ته لاړه شي.

هغې پژواک ته وویل، د پاسپورټ وېش د تخنیکي ستونزو په پلمه درې میاشتې مخکې درول شوی خو د دومره اوږدې مودې له تېرېدو وروسته هم دا ستونزې نه دي حل شوې.

هغې زیاته کړه، «هیڅوک زموږ په کیسه کې نه دي، موږ ته څوک ارزښت او اهمیت نه راکوي، څو به داسې سرګردانه او خاورې پر سر یو.»

د سویتا په خبره، د افغانستان هر وګړی د پاسپورټ ترلاسه کولو حق لري، په کار ده د پاسپورټ ریاست د خلکو ستونزو ته په کتو دغه بهیر بېرته پيل کړي.

د کابل ښار د دشت سقاوه ساحې اوسېدونکې فرشتې پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه زړه مریضي لرم، زما بازخواست نه کېږي، دلته پاسپورټ ریاست ته هر وخت راځم، نه پاسپورټ راکوي، نه مې بازخواست کېږي.»

نوموړې د پاسپورټ له ریاسته وغوښتل چې ژر تر ژره د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړي څو د دوی په شان د ناروغانو ستونزې حل شي.

د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د کارته پروان سیمې یوه اوسېدونکي سید بلال‌الدین صیاد پژواک خبري اژانس ته وویل، ۷ میاشتې مخکې یې ورور ته د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره نوم‌لیکنه کړې ده خو لا یې هم پاسپورټ نه دی ترلاسه کړی.

نوموړی وایي: «ډېر هېوادوال ناروغان دي، ډېر نور نورې اړتیاوې لري او غواړي پاسپورټ ترلاسه کړي خو نه شي کولای، مسوولین د تخنیکي ستونزو خبره کوي، درې میاشتې وشوې چې لا هم دا ستونزې نه دي حل شوې.»

صیاد له حکومته، په ځانګړي ډول د پاسپورټ له ریاسته غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دې د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د دهن باغ سیمې یوه اوسېدونکي سید الیاس هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې شپږ میاشتې مخکې یې د پاسپورټ اخیستلو لپاره نوم‌لیکنه کړې ده خو نه یې دی ترلاسه کړی.

دی وایي، پاسپورټ ته جدي اړتیا لري؛ ځکه غواړي د زده‌کړو لپاره بهر ته ولاړ شي.

نوموړي هم د پاسپورټ له ریاسته وغوښتل چې د پاسپورټ د وېش درېدلی بهیر دې بېرته پیل کړي.

د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاسپورټ د رهبرۍ پرېکړې له مخې، د تېرې تلې میاشتې په ۱۶مه د پاسپورټونو د وېش بهیر د ځینو ستونزو له امله وځنډېد.

هغه زیاته کړه، د پاسپورټ ریاست غواړي د پاسپورټونو د وېش بهیر- چې پخوا هم څو ځله د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی و او لا هم بند دی- په داسې ډول بیرته پيل کړي چې تخنیکي ستونزې یو مخ حل شي او بیا دغه بهیر و نه درېږي.

هغه زیاتوي، د ستونزو د حل لپاره کار روان دی او یاد ریاست په پام لري چې د کابل په ګډون د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د پاسپورټ ریاست اړوند ادارې د بشري ځواک او د تخنیکي وسایلو له اړخه اکمال او تجهیز کړي.

د نوموړي په وینا، په کارونو کې پرمختګ شوی او د هېوادوالو لپاره غوره خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دي، د تخنیکي ستونزو په ختمېدو به د پاسپورټ د وېش بهیر بیا پیل شي.

خو نوموړي نه تخنیکي ستونزې مشخصې کړې او نه یې د پاسپورټونو د وېش د بېرته پیلولو کره نېټه په ډاګه کړه.

ده هغه اوازې بې‌بنسټه وبللې چې ګواکې د پاسپورټونو د وېش بهیر د پاسپورټونو ختمېدو له امله درېدلی دی، بلکې یادونه یې وکړه چې په یاد ریاست کې په کافي اندازه پاسپورټونه شته.

پتمن د خلکو هغه ادعاوې هم رد کړې چې د پاسپورټونو د وېش بهیر پر درېدو سربېره ځيني په لوړه بیه پاسپورټونه ترلاسه کوي.

پتمن زیاته کړه، هغو کسانو چې په پټه یې له ګاونډیو هېوادونو پاسپورټونه راوړي او پر خلکو یې په لوړه بیه وېشي، جعلي دي او له پاسپورټ ریاست سره ثبت نه لري.

Visits: 1764

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.