ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي: ځوانان دې بهر ته د تګ پرځای د خپلو خلکو خدمت وکړي

د ننګرهار والي: ځوانان دې بهر ته د تګ پرځای د خپلو خلکو خدمت وکړي

author avatar
15 Jan 2023 - 16:56
د ننګرهار والي: ځوانان دې بهر ته د تګ پرځای د خپلو خلکو خدمت وکړي
author avatar
15 Jan 2023 - 16:56

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار والي د دغه ولايت له يو شمېر ځوانانو سره د همغږۍ غونډې پرمهال پر ځوانانو غږ وکړ چې بهر ته د تګ پرځای دې په هېواد کې پاتې شي او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.

ملا محمدنعيم اخوند چې نن (د مرغومي ۲۵مه) په ولايت مقام کې د یاد ولايت د بېلابېلو ولسواليو او مرکز جلال‌اباد ښار له ځوانانو سره یې غونډه درلوده، يادې څرګندونې وکړې.

نوموړي وويل، ځوانان د ټولنې د ملا تير حيثيت لري او غوښتنه يې وکړه چې په خپل فکر او انرژۍ سره د هېواد د پرمختګ په موخه نوښتونه وکړي.

هغه وويل: «د مدرسې او ښوونځي ترمنځ توپير شتون نه لري، ځوانان باید يو بل وزغمي، تجربې شريکې کړي او په ګډه د هېوادوالو سوکالۍ لپاره کار وکړي.»

ملا محمدنعيم اخوند دغه‌راز پر ځوانانو غږ وکړ چې د شته نظام ملاتړ وکړي او بهر ته د تګ پرځای دې په هيواد کې پاتې شي او خپلو هېوادوالو ته دې خدمت وکړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امر محمداصف زهير په خپلو خبرو کې وويل، په لږ وخت کې يې د دغه ولايت د زرګونه ځوانانو پر فکري بدلون کار کړی او خوښي يې وښوده چې ځوانان د شته نظام ملاتړي دي.

نوموړي وويل، سلګونه ځوانانو ته يې د لوړو زده‌کړو، فکري روزنې، کمپيوټر، ژبو او حرفوي زده‌کړو په برخه کې زمينه برابره کړې او له مسوولينو يې وغوښتل چې د خپلو ځوانانو ملاتړ په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د ځوانانو په استازيتوب تميم عزيزي له ځوانانو سره د مشورتي ناستو جوړول نيک اقدام وباله او غوښتنه يې وکړه چې په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو نظرونه او مشورې واخېستل شي.

دغه‌راز، له اچين ولسوالۍ څخه راغلي ځوان امين‌الله منديزي وويل، حکومت بايد ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي څو ځوانان بهر ته د تګ پرځای هېواد کې د پاتې کېدو فکر وکړي.

د يادې غونډې پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر مولوي قريشي بدلون په خپلو خبرو کې ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی يې وغوښتل چې له خپل فکره کار واخلي او هيڅکله د پرديو په لمسون له افغاني دود او اسلامي تګلارې څخه مخ وانه ړوي.

Visits: 536

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.