ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې چاقوجوړوونکي له تولیداتو سره يې د خلکو لېوالتیا کمېدو اندېښمن کړي دي

تخار کې چاقوجوړوونکي له تولیداتو سره يې د خلکو لېوالتیا کمېدو اندېښمن کړي دي

author avatar
18 Jan 2023 - 17:02
تخار کې چاقوجوړوونکي له تولیداتو سره يې د خلکو لېوالتیا کمېدو اندېښمن کړي دي
author avatar
18 Jan 2023 - 17:02

تالقان (پژواک، ٢٨ مرغومی ١۴٠١): چاقو جوړونه چې په تخار کې یو له مخکنیو ژوندي پاتې صنعتونو دی، صنعتګر یې خپلو تولیداتو ته د خلکو د لېوالتیا له کمېدو اندېښمن دي.

عبدالوکیل په تخار ولایت کې یو چاقوجوړوونکی دی چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې هڅه کړې چې د اور او لوګي په منځ کې د اوسپنې نرمولو په وسیله دغه صنعت ژوندی وساتي.

هغه چې د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، د بهرنیو تولیداتو په راتګ له کورنیو تولیداتو سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.

څټک او سنګ‌دان یوازینۍ وسیلې دي چې د چاقو جوړولو په صنعت کې له صنعتګرو سره مرسته کوي، څو د اور په منځ کې د اوسپنې ټوټې نرمې او په داسې وسایلو یې بدلې کړي چې د خلکو په ورځني ژوند کې ترې کار اخیستل کېږي.

د چاقو جوړول چې له مخکنیو زمانو راهيسې د شمال ختيځ د صنعتکارانو ترمنځ ‎شهرت لري، اوس د بهرنيو توليداتو په واردېدو سره کورنيو توليداتو ته د خلکو لېوالتيا کمه شوې ده.

عبدالوکيل وايي، دغه صنعت له خپلو نيکونو په ميراث ورپاتې دی او له دې لارې د خپلې اته کسيزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي چې څو نورو کسانو ته یې هم د کار زمينه برابره کړې ده.

٤٥ کلن عبدالوکيل زیاته کړه، هڅه کوي چې خپلې کورنۍ ته پر مړۍ پیدا کولو سربېره، د دغه صنعت د رکود مخنیوی هم وکړي.

هغه له خلکو غواړي چې د بهرنیو تولیداتو پرځای له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي، څو دغه کورني صنعت له پیکه کېدو سره مخ نه شي.

د هغه په خبره، د بهرنيو توليداتو په واردېدو له کورنيو توليداتو سره د خلکو لېوالتيا کمه شوې ده.

بل‌خوا، وحیدالله چې د تخار ولایت د دغه صنعتګر زوی دی، له خپل پلار سره په ګډه هڅه کوي چې دغه صنعت ژوندی وساتي؛ هغه وايي، د چاقو جوړولو کار ‎هم ظرافت او هم خلاقیت ته اړتیا لري او د وطني چاقوګانو په جوړولو کې ‎ معمولاْ د هوسۍ له هډوکو استفاده کوي څو د ډېرو خلکو د خوښې وړ وګرځي.

د هغه په ​​وينا، د يوه وطني چاقو بیه له ۲۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانيو پورې ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

په ورته مهال، د تخار ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي ضیاءالدین له پژواک سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د کورنیو تولیداتو ودې لپاره هڅې روانې دي او دغه اداره کوښښ کوي څو د کورنیو تولیداتو د رکود مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد ته د بهرنیو تولیداتو واردېدو، له کورنیو تولیداتو سره د خلکو لېوالتیا کچه راکمه کړې ده.

Visits: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.