Pajhwok Afghan News

بغلان کې ورښت او سړې هوا له څلور زره ډېر څاروي مړه کړي دي

پلخمري (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۱): د بغلان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د تېرې اوونۍ ورښت او سړې هوا له څلور زره ډېر څاروي مړه کړي او زرګونه نور له ګواښ سره مخ دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونو او مالدارۍ له ریاسته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې د ورښت او سړې هوا له امله ۴ زره او ۸۳ څاروي له منځه تللي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په تلف شوو څارویو کې پسونه، مېږې، وزې، غواګانې، اوښان او نور شامل دي.

سرچینې اندېښنه ښودلې چې زرګونه نور څاروي هم د خوراکي توکو کمښت او سړې هوا له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له یو شمېر مالدارانو سره د دغه ریاست له لوري مرسته شوې خو بسنه نه کوي؛ که پر وخت نورې مرستې و نه شي نو د زرګونو نورو څارویو د تلف کېدو وېره شته.

د بغلان د تاله برفک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي طاهر خان پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې اوونۍ راهیسې ورښت او سړې هوا یوازې د دغې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې ۶۵۰ څاروي تلف کړي چې ۱۵۰ یې غواوې او نورې یې مېږې او وزې دي.

هغه زیاته کړه، زرګونه نور څاروي د خوراک له کمښت سره مخ دي، که له خلکو سره د هغوی د څارویو لپاره د خوړو مرسته و نه شي نو د زرګونو نورو څارویو د تلف کېدو احتمال شته.

د یادونې ده، تر دې مهاله د بغلان په ګډون په سمنګان، دایکنډي او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د واورو د ورښت او سړې هوا له امله زرګونه څاروي تلف شوي دي.

Views: 235

Exit mobile version