ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د سړې هوا له امله په تېرو دوو اونیو کې ۱۲ زره څاروي تلف شوي دي

کندهار کې د سړې هوا له امله په تېرو دوو اونیو کې ۱۲ زره څاروي تلف شوي دي

author avatar
23 Jan 2023 - 16:33
کندهار کې د سړې هوا له امله په تېرو دوو اونیو کې ۱۲ زره څاروي تلف شوي دي
author avatar
23 Jan 2023 - 16:33

کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱) سږ کال د ژمې سړې څپې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په کندهار کې هم شاوخوا ۱۲ زره څاروي تلف کړي او لسګونه زره نور یې له ګواښ سره مخ کړي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس‌الرحمن موسی پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه دوولس زره څاروي د کندهار په هغو ګرمسېرو ولسوالیو کې تلف شوي چې کوچیانو او مالدارانو یې له سړې هوا څخه د څارویو د ساتنې لپاره چمتووالی نه درلود.

هغه زیاته کړه، تر ټولو ډېر څاروي د یاد ولایت په پنجوایي، ژیړۍ، شاوليکوټ، ارغنداب، ډنډ، میوند، دامان، تخته‌پل او ارغستان ولسوالیو کې تلف شوي دي.

د نوموړي په وینا، د سړې هوا له امله شاوخوا ۲۵ زره وزو، مېږو او غواګانو «سقط جنین» هم کړی او لسګونه زره نور څاروي له لوږې سره مخ دي.

موسی زیاته کړه: «د کندهار په ګرمسېر ولسوالیو کې مالدارانو د یخ لپاره امادګي نه وه نیولې، نو ځکه یې ډېر څاروي مړه شول؛ خو په سردسېرو ولسوالیو کې بیا د پخوا په څېر مالدارانو امادګي لرله او هلته ډېر څاروي نه دي مړه شوي.»

ده وویل، همدراز د سړې هوا له امله ۷ غواګانې، ۲۳۰۰ چرګان او زرګونه نور صحرايي مرغان هم له منځه تللي دي.

د کرنیزو چارو امر وایي، له هغه کسانو سره چې څاوري یې تلف شوي، د کرنې ریاست له خوا همکاري شوې او لا هم هڅه کوي چې د څارویو د ساتنې وسایلو، خېمو او نورو توکو مرسته ورسره وشي.

پر همدې مهال کوچیان هم وایي، د څارویو ساتنې لپاره خېمې او د حیوانانو خوراکي توکي نه لري چې باید په دې برخه کې مرسته ورسره وشي.

په ژیړۍ ولسوالۍ کې مېشت یو کوچی سیف‌الدین په دې اړه وايي: «زما له مالونو څخه سږ کال ۳۲ مړه شوه، موږ خپل ځانونه نه شوای ساتلای نو پسونه به مو څنګه ساتلي وای؟ نو اوس دغه غواړو چې مرسته راسره وشي څو دا پاته حیوانات مو مړه نه شي.»

په پنجوایي ولسوالۍ کې مېشت یو بل کوچی خیرالله بیا وایي، سږ کال د یخ څپه ډېره زوروره وه خو دوی داسې فکر نه کاوه چې څاروي به یې له یخه مړه شي.

د هغه په خبره، د څارویو لپاره یې مخکې له مخکې خوراکي توکي ټول کړي وو خو د ساتنې لپاره یې مناسب ځای نه و ورته جوړ کړی؛ ځکه اته پسونه یې تلف شول او پنځو مېږو یې «سقط جنین» وکړ.

کوچیان وایي، سږ کال اقتصادي ستونزې زیاتې دي او له همدې امله نه شي کولای خپلو څارویو ته خوراکي توکي چمتو کړي.

په کندهار کې د څارویو یو سوداګر وایي، پخوا به په ژمي موسم کې د څارویو بیه نسبتاً لوړېدله، ځکه ډېرو کسانو به د «لاندي» لپاره څاروي اخیستل؛ خو سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله ډېر کسان څاروي نه پېري.

هغه زیاته کړه: «سږ کال ډېر لږ خلک لاندي کوي، پسونه نه خرڅېږي او پاکستان ته یې پر بېولو هم بندیز لګېدلی دی، نو له مالدارانو سره ډېر پسونه ولاړ دي چې یخ ورڅخه تلف کړل او دوی ته یې درانه زیانونه واړول.»

په کندهار کې د تقریبي شمېرو له مخې، شاوخوا ۶۰۰ زره څاروي شته چې دا مهال یې ۵۰ سلنه د سړې هوا او خوراکي توکو  نشتوالي له امله له ګواښ سره مخ دي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.