ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنی پاتې نارینه فریداحمد د خپلې خور له معلولیت او بېوزلۍ ځورېږي

د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنی پاتې نارینه فریداحمد د خپلې خور له معلولیت او بېوزلۍ ځورېږي

author avatar
24 Jan 2023 - 11:29
د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنی پاتې نارینه فریداحمد د خپلې خور له معلولیت او بېوزلۍ ځورېږي
author avatar
24 Jan 2023 - 11:29

لښکرګاه (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): ۲۲ کلن فریداحمد چې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې یې په یوه هوايي برید کې د کورنۍ اووه غړي له لاسه ورکړي، اوس یوازې دی او یوه معلوله خور یې د هماغو دردونو په یادولو سره د ژوند شپې ورځې تېروي.

فریداحمد د هلمند د سنګین ولسوالۍ اړوند ساروان کلا سیمې اوسېدونکی دی، قران‌کریم یې حفظ کړی او دیني زده‌کړې یې هم کړې دي. هغه درې زامن لري، خو تېر غمونه يې یوازې نه پرېږدي او هره شېبه يې ځوروي.

نوموړي له پژواک اژانس سره په خبرو کې د خپل ژوند پخواني دردونه داسې بیان کړل: «۱۳ کاله وړاندې زما مور، پلار، څلور خویندې او دوه وروڼه د ماما کره مېلمستیا لپاره تللي وو، زه هغه وخت ۹ کلن وم او کور پاتې وم چې د ماما پر کور مې بهرنیو پوځيانو هوايي برید وکړ او هرڅه يې له خاورو سره خاورې کړل، زما د کورنۍ اووه غړي او د ماما د کورنۍ اته غړي ټول شهیدان شول، زه او یوه خور مې په داسې حال کې ژوندي پاتې وو چې د هغې یو لاس او یوه پښه پرې شوي وو.»

فریداحمد وايي، خور يې سربېره پر دې چې معلوله ده، عصبي ناروغي هم ورته پيدا شوې او ژوند يې ډېر له کړاوه ډک دی.

هغه د ساړه اسوېلي په ایستلو زیاته کړه، ډاکټرانو ورته ویلي چې په بهر کې يې د خور درملنه کېږي خو دی دومره توان نه لري.

نوموړی وايي: «له یوې خوا مې د کورنۍ شهید شوي غړي یادېږي او د هغوی غم مې ځوروي، له بلې خوا مې د خور اوسنی وضعیت چې هم معلوله ده او هم عصبي ناروغي لري.»

فریداحمد چې خپله هم د تېرې شل کلنې جګړې یو قرباني او له هغو حالاتو ستړی دی، وايي: «جګړه دې ورکه شي، موږ يې د غمونو پر سیند لاهو کړو، کله چې زه یوازې پاتې شوم نو رواني ناروغي راته پيدا شوه، خو وروسته بیا د دیني عالمانو د مشورو او نصیحتونو له برکته متوجه شوم چې باید صبر وکړم او له غمونو سره باید مبارزه وکړم، اوس شکر دی واده او درې زامن لرم.»

هغه له سرپرست حکومته وغوښتل چې د ده د خور په ګډون دې په جګړه کې له معلول شوو کسانو او د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

نوموړی اوس په کلي کور کې د حافظ په نوم مشهور دی او خلک ورته په درنه سترګه ګوري.

هغه وايي، د خلکو له خوا په حقیقت کې د ده علم ته درناوی کېږي او هر څوک چې علم ولري نو په خلکو کې به د احترام او درناوي وړ وي.

فریداحمد زیاته کړه: «پخوا په هلمند کې ژوند ډېر سخت و، له یوې خوا مو د کورنۍ د غړو غمونه وو او له بلې خوا به شپه او ورځ جګړه وه او هره شېبه د مرګ خطر و، خلکو په ډاډه زړه هېڅ کار نه شو کولای، خو اوس شکر دی چې هېواد کې امن راغلی، هر څوک ازاد ژوند کوي، ټولو هېوادوالو ته په کار ده چې دغه فرصت له لاسه ورنه کړي او د امن د دوام لپاره هڅې وکړي.»

بلخوا، د هلمند ولایت مسوولین وايي چې حکومت د تېرو جګړو د ټولو قربانیانو له کورنیو سره مرستې کړې او دا لړۍ دوام لري.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل: «د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال په هلمند کې سلګونه کورنۍ زیانمنې شوې او یا يې د کورنۍ غړي شهیدان شوي دي، دا ټول د مرستو مستحقین دي، ولایتي اداره ژمنه کوي چې داسې کورنیو ته به په مرستو کې لومړيتوب ورکوي.»

د یادونې ده، په هېواد کې د تېرې څه باندې څلور لسیزې جګړې له امله میلیونونه کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ډېر خلک یتیمان او بې‌سرپرسته شوي دي.

Visits: 1066

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.