ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنۍ پاتې معلوله ماشومه معراج بي‌بي د مور او پلار څېرو لیدلو په ارمان ده

د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنۍ پاتې معلوله ماشومه معراج بي‌بي د مور او پلار څېرو لیدلو په ارمان ده

author avatar
26 Jan 2023 - 11:15
د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنۍ پاتې معلوله ماشومه معراج بي‌بي د مور او پلار څېرو لیدلو په ارمان ده
author avatar
26 Jan 2023 - 11:15

اسعداباد (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): معراج بي‌بي ایله د پنځو میاشتو وه چې پر کور يې د بهرنیو ځواکونو له خوا هوايي برید وشو، د مور او پلار په ګډون يې د کورنۍ ۱۵ غړي له لاسه ورکړل او دا په داسې حال کې ژوندۍ پاتې شوه چې یوه پښه يې پرې شوې وه.

معراج بي‌بي چې اوس ۱۲ کلنه ده، د کونړ غازي‌اباد ولسوالۍ د پيتاو کلي اوسېدونکې ده او د خپل تره په کور کې ژوند کوي.

هغې ته یاده پېښه چې د مور او پلار په ګډون یې په کې د کورنۍ ۱۵ غړي له لاسه ورکړل او پښه پرې شوه، نه یادېږي، په دې اړه يې يوازې د خلکو کیسې اورېدلې دي.

دا وايي: «خلک وايي چې ستا مور، پلار، دوه خویندې، دوه وروڼه، نیکه، درې ترونه، د ترونو مېرمنې او د هغوی دوه بچیان چې ټول ۱۵ کسان کېږي، د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې شهیدان شوي، خو زما هیڅ نه دي په یاد او نه پوهېږم چې د مور او پلار څېرې به مې څه ډول وې؟ دا ډېر سخت احساس دی.»

معراج بي‌بي وايي، کله چې له نورو ماشومانو سره د هغوی د مور او پلار مینه وويني، نو ډېره خپه شي او له ځان سره وايي، ای کاش چې دا هم له دې نعمته برخمنه وای!!

دې وویل: «مور مې ډېره یادېږي او که مې ليدلې وای نو په مخ به مې ښکل کړې وه، زه ډېره بدبخته یم چې مور او پلار نه لرم؛ نه پوهېږم چې د هغوی څېرې او سترګې به څه ډول وې.»

د معراج بي‌بي یو بل غم دا دی چې یوه پښه يې نشته او د لکڼې په مرسته ګرځي.

دا وايي: «د تره په کور کې مې اوسېږم، هغوی مینه راکوي، خو زه دومره بدبخته یم چې له یوې خوا د مور او پلار او وروڼو له نعمته بې برخې یم او له بلې خوا مې یوه پښه هم نشته او د لرګین ډانګي په واسطه ګرځم، د تره اقتصادي وضعیت مې هم دومره ښه نه دی چې ماته مصنوعي پښه جوړه کړي.»

د معراج بي‌بي تره مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ۱۳۸۹ لمریز کال د سلواغې ۲۹مه زموږ پر کور امریکايي پوځيانو هوايي برید وکړ او موږ يې ټول د تل لپاره غمجن کړو.»

دی واي، د معراج بي‌بي معلولیت يې ډېر ځوروي؛ هغه له یوې خوا د مور او پلار له نعمته بې برخې ده او له بلې خوا يې یوه پښه نشته.

مجاهد وویل: «کور کې کوښښ کوو چې د معراج بي‌بي په مخ کې د هغې د مور او پلار کیسې ونه کړو، خو هغه ډېره هوښياره ده او وخت ناوخت د خپلو والدینو او د کورنۍ د نورو شهید شوو غړو په اړه پوښتنې کوي؛ مثلا وايي، زما د مور څېرې څه ډول وې؟ ولې شهیدان شول؟ که هغوی ژوندي وای اوس به يې ماته ډېره مینه راکړې وای.»

هغه زیاته کړه، په هغه برید کې د دوی د کورنۍ د ۱۵ غړو په شمول د کلي ۴۰ کسان شهیدان شول او په وینا يې، ډېری يې ښځې او ماشومان وو.

نوموړی وايي، اقتصادي وضعيت يې ښه نه دی او ان د دې توان نه لري چې معراج بي‌بي ته مصنوعي پښه جوړه کړي.

دی له حکومته غواړي چې د دوی په ګډون دې د تېرې جګړې ټولو قربانیانو او معلولینو له کورنیو سره مرسته وکړي.

ده وویل: «له موږ سره د وخت ولسمشر حامد کرزي څو ځلې د مرستې ژمنه وکړه، خو مرسته يې ونه کړه.»

بلخوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله حنیف وايي چې حکومت د تېرو جګړو قربانیانو له کورنیو سره مرستې ته ژمن دی.

ده وویل: «زموږ هڅه دا ده چې په جګړه کې له ټولو قرباني شوو کورنیو سره پر وخت اړینې مرستې وکړو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د روزنې او د هغوی د پالنې لپاره مناسبه زمینه برابره کړو.»

Visits: 1090

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.