جلالاباد، ګردېز، میدانښار (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): په ننګرهار کې له ۲۶۷۰۷، په پکتیا کې له ۱۰ زره ۷۰۰ بېوزلو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو او په میدان وردګو کې له ۸۱۱ کورنیو سره د ساري ناروغیو د مخنیوي وسایلو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کليو پراختيا او بیارغونې رياست وايي، د دوی په هڅو د خوړو نړۍوال سازمان له لوري ۲۶۷۰۷ اړو کورنیو ته نن د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.
د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته۵۰ کیلوګرام اوړه، پنځه لېتره غوړي، ۶.۲۵ کیلوګرام دال، نیم کیلوګرام مالګه، ۳۳ پاکټه د ماشومانو او اميدوارو مېرمنو تقويتي مواد ورکول کېږي.
د یو بل خبر له مخې، د پکتيا د کليو پراختيا او بیارغونې رياست وياند عبدالرحيم عرفان هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ميرزکه او جانيخېلو ولسواليو کې نن پر ٤٠٥٠ کورنيو نهه قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن