ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درېیو ولایتونو کې له لسګونه زره کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه

درېیو ولایتونو کې له لسګونه زره کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
29 Jan 2023 - 17:59
درېیو ولایتونو کې له لسګونه زره کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
29 Jan 2023 - 17:59

جلال‌اباد، ګردېز، میدان‌ښار (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): په ننګرهار کې له ۲۶۷۰۷، په پکتیا کې له ۱۰ زره ۷۰۰  بې‌وزلو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو او په میدان وردګو کې له ۸۱۱ کورنیو سره د ساري ناروغیو د مخنیوي وسایلو مرسته وشوه.

د ننګرهار د کليو پراختيا او بیارغونې رياست وايي، د دوی په هڅو د خوړو نړۍوال سازمان له لوري ۲۶۷۰۷ اړو کورنیو ته نن د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.

د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته۵۰ کیلوګرام اوړه، پنځه لېتره غوړي، ۶.۲۵ کیلوګرام دال، نیم کیلوګرام مالګه، ۳۳ پاکټه د ماشومانو او اميدوارو مېرمنو تقويتي مواد ورکول کېږي.

د یو بل خبر له مخې، د پکتيا د کليو پراختيا او بیارغونې رياست وياند عبدالرحيم عرفان هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ميرزکه او جاني‌خېلو ولسواليو کې نن پر ٤٠٥٠ کورنيو نهه قلمه خوراکي توکي ووېشل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.