کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د سیاسي چارو ځیني شنونکي د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وایي، دغه هېواد د ځان سپینولو لپاره د افغانستان په تړاو بېبنسټه څرګندونې کوي.
د بيبيسي د راپور له مخې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمداصف ویلي: «د ترهګرۍ تخمونه موږ کرلي دي.»؛ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله بیا ویلي: «زموږ جوړ کړي مجاهدین ترهګر شول.»
یادو پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې په پېښور کې د وړمې ورځې له خونړي برید وروسته – چې په کې ۱۰۰ کسان ووژل شول او ۲۰۰ نور ټپيان شول ـ کړې دي.
خواجه اصف -چې تېره ورځ یې د پاکستان پارلمان کې وینا کوله- ویلي: «دوه- درې کاله مخکې موږ ته ویل کېدل چې له دې خلکو (پاکستاني طالبانو) سره خبرې کېدای شي او دوی سولهییزې لارې ته راځي. په دې اړه بېلابېلې نظریې وې، خو هغه مهال یې هېچا په اړه وروستۍ پرېکړه ونه کړه.»
هغه ادعا کړې: «هغه مهال له افغانستانه ځيني خلک پاکستان ته راوستل شول او په سوات او واڼه کې یې د خلکو غبرګونونه هم را وپارول. د دې ترهګرۍ تخمونه موږ خپله کرلي دي.»
د بيبيسي په راپور کې راغلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي: «د پېښور پر پېښې هر پاکستانی خواشینی دی، موږ ته د مجاهدینو تیارولو اړتیا نه وه.»
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته د پاکستان په پارلمان کې د وینا پر مهال زیاته کړې: «موږ له خلکو مجاهدین جوړ کړل او هغه ترهګر شول، اوس هره ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونه قرباني ورکوي.»
د پاکستان د دفاع وزیر له دې مخکې ادعا کړې وه چې «ترهګر» د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په وار، وار ویلي چې هېواد یې د بل هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نه هم په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته.
د سياسي چارو شنونکی نجیبالله جامع وايي: «پاکستان پرون هم د ترهګرۍ مرکز و، نن هم د ترهګرۍ مرکز دی، پاکستان د ترهګریزو استخباراتي پروژو په پلي کولو او روزلو، يا په ټوله کې د ترهګریز تجارت او سوداګرۍ له لارې غواړي خپله مصنوعي او کاذبه جغرافیه وساتي.»
هغه زياتوي: «د پاکستان له لوري پر افغانستان د ترهګرۍ د تورونو پورې کول په دې معنا دی چې پاکستان په نوې سړه جګړه کې د امریکا د ګټو لپاره کرايه شوی دی، يوه بېلګه يې په پاکستان کې همدا مصنوعي چاودنې دي او په افغانستان باندې لاس پورې کول دي.»
جامع زياته کړه: «د پاکستان د دفاع او کورنيو چارو وزيران او په ټوله کې د ملکي ادارې چارواکي د ایاېسای او پوځ ويندویان دي. د پېښور حملې - دا چې ټيټيپي يې مسوولیت وانه خيست- وښوده چې دوی د دغه ډول افواهاتو او غلطو پروپاګنډو له لارې له يوه اړخه غواړي خپل ترهګریز بدنام مخ ومينځي او مظلومنمايي وکړي او له بلې خوا غواړي په محکوم افغانستان کې پښتانه ووژني او د پښتنې جغرافیا د ناامنه کولو لپاره شرايط برابر کړي.»
د سياسي چارو شنونکی قاضي محمدحسن حقيار وايي، پاکستان تر اوسه داسې ثبوت او سند نه دی وړاندې کړی چې ثابته کړي مخالفين او دښمنان یې په افغانستان کې اوسي او یا د افغانستان حکومت همکاري ورسره لري.
هغه د پېښور د وروستي برید په اړه وویل: «ټيټيپي د پېښور د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې، د دې پېښې پړه داعش پر غاړه اخيستې او داعش داسې دستپاک دی چې اکثره استخباراتي کړۍ يې له نوم نه استفاده کوي، بريد وکړي او داعش ته يې منسوب کړي.»
د نوموړي په وينا، کله کله د ځينو هېوادونو استخبارات داسې منصوعي پېښې ترسره کوي، له دسیسو ګټه اخلي، په دې موخه چې د نړۍ پام ځانته واړوي، له نړۍ مرستې ترلاسه کړي، نړۍ ته ځان مظلوم او د ترهګرۍ قرباني ور وپېژني او نړۍ ته دا تاثر ورکړي چې که په افغانستان او پاکستان کې ترهګري کنټرول نه شي، سيمه، اروپا او امريکا به وګواښي.
حقيار وايي: «دا چې د پاکستان د دفاع وزير او د کورنيو چارو وزير پر دې اعتراف کوي چې ترهګر دوی روزلي؛ نو د روزنې معنی دا ده چې ته څوک روزې همغه کار کوي، نو په قوي ګومان که دا خبره رښتيا وي، نو خو دوی همداسې تربيه ورکړې، همداسې يې روزلي چې بيا نه پاکستان پرېږدي، نه افغانستان پرېږدي او نه هم سيمه.»
د نړۍوالو اړيکو شنونکی طارق فرهادي د پاکستاني چارواکو د یادو څرګندونو په اړه وايي: «هغه ډلې لکه داعش او ټيټيپي چې د خیبر پښتونخواه په سيمه کې وې، اوس په سيمه کې د امريکا نه شتون له امله د پاکستان په نويو دښمنانو بدلې شوې. د پاکستان حکومت له دغه کاره – چې په تېر کې يې دغه ډلې د خپلو سياسي موخو لپاره جوړې کړې وې ـ پېښمانه دی او دا ډلې اوس پاکستان ته پر يوه ستر جنجال بدلې شوې دي.»
د هغه په وینا، په تېرو ۲۷ کلونو کې وروسته له هغه چې امریکا سیمې ته راغله، پاکستان د دغو ډلو مرسته وکړه او «طالبانو» ته یې خپله خاوره کې ځای ورکړ.
نوموړی په پاکستان کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې وایي، نږدې پنځه کاله مخکې د داعش او ټيټيپي ډلې هلته پیاوړې شوې او اوس چي امریکا له سیمي وتلې، دغه ډلې خپل مقصد ته رسېدلي او خلک یې د افراطیت له لارې جګړې ته رابللي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP