Pajhwok Afghan News

کونړ کې پر یوه کور له غره د ډبرې ښويېدو پېښه کې یو ماشوم مړ او پنځه کسان ټپیان شوي

اسعداباد (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې پر یوه کور له غره لویه ډبره ښويېدلې چې له امله یې د یوې کورنۍ یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور غړي يې ټپيان شوي دي.

د یاد ولایت طبيعې پېښو ته د رسېدو ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان‌الله احسان پژواک اژانس ته وویل: «نن شاوخوا دوه نیمې بجې د چپې درې ولسوالۍ اړوند په نري سیمه کې پر یوه کور له غره څخه لویه ډبره غورځېدلې چې له امله يې د یادې کورنۍ یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپيان دي.»

هغه د ډبرې ښويېدو لامل د وروستیو اورښتونو له امله د ځمکې لوندوالی وباله.

احسان زیاته کړه، په ټپيانو کې درې ماشومان هم شامل دي چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعیت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د یادونې ده، د روانې میاشتې په ۹مه هم د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د اورښت له امله د یوه کور چت لوېدو پېښه کې ۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

Views: 444

Exit mobile version