ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د اوبو د ۷ شبکو په جوړېدو څه باندې ۱۷ زره کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې

اروزګان کې د اوبو د ۷ شبکو په جوړېدو څه باندې ۱۷ زره کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې

author avatar
14 Feb 2023 - 17:41
اروزګان کې د اوبو د ۷ شبکو په جوړېدو څه باندې ۱۷ زره کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شوې
author avatar
14 Feb 2023 - 17:41

ترینکوټ (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ، چورې او دهراوود ولسوالیو کې د ۴۹۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د اوو شبکو په جوړېدو سره څه باندې ۱۷ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

چارواکي وايي، دا پروژه د افغانستان د کلیو بیارغونې موسسې/ RRAA له لوري پلې شوې چې مالي لګښت یې د افغانستان د بشردوستانه مرستو صندوق/ AHF له لوري ورکړل شوی دی.

د اروزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا محمد‌غني بلال له یادو دواړو ادارو مننه وکړه چې کلیوالو ته یې د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره کړه.

هغه زیاته کړه، دڅښاک اوبو د اوو شبکو جوړولو دا پروژه د یاد ریاست تر چتر لاندې عملي شوې او د دغې ادارې مسلکي کسانو یې وخت پر وخت څارنه کړې ده.

نوموړي غوښتنه وکړه چې مرستندویه ادارې دې په دغه ولایت کې ورته نورې ټولګټې پروژې هم عملي کړي.

په اروزګان کې د افغانستان د کلیو بیارغولو موسسې مسوول محمد کبیر یعقوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو د دغو اوو شبکو له ډلې درې په مرکز ترینکوټ، دوې په چورې او دوې نورې په دهراوود ولسوالیو کې د پنځو میاشتو په موده کې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، پر دغې پروژې ټولټال ۴۹۸ زره او ۲۹۶ امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د افغانستان د بشردوستانه مرستو صندوق/ AHF له لوري ورکړل شوي دي.

نوموړی وايي، د یادې پروژې له لارې د درېیو واړو سیمو ۱۷ زره او ۵۲۵ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

یعقوبي یادونه وکړه چې د دغو کورنیو له ډلې ۲۵۰۰ ته یې هایجن کیټونه او په سمه توګه د اوبو له شبکو د کار اخیستلو روزنه هم ورکړل شوه.

خلک خوښ دي چې په کلیو کې یې د اوبو شبکې جوړې شوې او اوس د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

د مرکز ترینکوټ د یک لینګې سیمې اوسېدونکي باري‌داد پژواک اژانس ته وویل، مخکې یې د څښاک لپاره اوبه له ویالو او یا سیند څخه راوړلې چې ناپاکې وې او تل یې ماشومان او لویان پر ډول ډول ناروغیو اخته کول.

تېره اوونۍ هم د افغانستان د بشردوستانه مرستو صندوق له لوري د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند په سولې سیمه کې د اوبو د یوې شبکې په جوړېدو سره د څلورو کلیو ۶۲۵ کورنیو او د یوه ښوونځي ۴۵۰ زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.