ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي، دوه ټپیان دي

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي، دوه ټپیان دي

author avatar
18 Feb 2023 - 18:12
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي، دوه ټپیان دي
author avatar
18 Feb 2023 - 18:12

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): تېره اونۍ حکومت، په افغانستان کې د داعش د زرګونو کسانو د شتون ادعا رد کړه؛ ځینو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او ځینو له افغانستان سره د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

د اونۍ مهم خبرونه:  

  • د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان ادعا: داعش د افغانستان په شمال کې د تاجکستان پولې ته څېرمه څلور زره وسله‌وال ځای پر ځای کړي دي.
  • متقي د یاد سازمان څرګندونې ردوي، وایي: «په افغانستان کې که یو داعشي هم سر پورته کوي هغه به په سر وهل کېږي.»
  • د اسلامي امارت د ځینو مشرانو ویناوې: ځيني اشخاص له خپل مسوولیته په استفادې نظام او ولس ننګوي، د نظام پایښت د ملت د مشروع غوښتنو له پوره کولو سره تړلی او ازادي هغه څوک ضایع کوي چې د ملت له احساساتو په استفادې ځان واک ته ورسوي او بېرته ملت ته شا کړي.
  • د چین او ایران ولسمشرانو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
  • بلال کریمي: نور هېوادونه دې له افغانستان سره د خپلواک هېواد په توګه اړیکې وساتي، افغانان کولای شي خپلې داخلي ستونزې په خپله مدیریت کړي.
  • چین له افغانستان سره د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ او ترکیه وایي، له افغانستان سره یې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.
  • امریکا، چین، ایران او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د لګېدلو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
  • تېره اونۍ افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ۸۰ میلیون ډالر راورسېدل.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د استخباراتو عمومي ریاست وایي، ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي چې په پایله کې یې د دغې ډلې درې غړي وژل شوي او یو یې نیول شوى دى.

ځايي امنيتي چارواکي وايي، په بلخ کې له امنيتي کسانو سره نښته کې يو انسان‌تښتوونکى وژل شوی او په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ وسله‌واله نښته کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

راپورونه ښيي چې نامعلومو وسله‌والو په بادغیس کې دوه ځوانان وژلي او په همدغه ولايت کې له پخوا پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوو ماشومانو او په اروزګان کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم ژوند بایللی دی.

چارواکي وايي، په سرپل کې يوه کس خپله کوژدنه او د هغې مور وژلې دي، په جوزجان کې يوه کس خپله مور په چاقو وژلې، په لوګر کې يوه ۲۵ کلنه ښځه په مرموز ډول وژل شوې او په کندهار کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

افغانستان کې د داعش د شتون په اړه څرګندونې

تېره اونۍ، د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون په نامه یوه سیمه‌ییز سازمان -چې روسیه تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، بلاروس او ارمنستان یې غړي دي– ادعا وکړه چې «داعش» د افغانستان  په شمال کې د تاجکستان پولې ته څېرمه خپل څلور زره وسله‌وال ځای پر ځای کړي دي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي د یادې ادعا په ردولو سره وویل: «له افغانستانه هیچاته هیڅ ډول ګواښ او خطر نشته؛ که په افغانستان کې یو داعشي هم سر پورته کوي هغه به په سر وهل کېږي، لکه چې مو لېدلي.»

هغه د افغانستان شمالي ګاونډیو هېوادونو وروستۍ غونډې او اندېښنې ته په اشارې وویل: «هرڅوک کولای شي افغانستان ته راشي، هر څه له نږدې وګوري، مونږ ورسره مفاهمه او مذاکره کوو خو تور دې څوک نه لګوي.»

 نوموړي له نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې دې د داعش د شتون په اړه له تورونو ډډه وکړي.

تېره اونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدلو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي او  که اسلامي امارت و نه کړای شي او یا و نه غواړي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، واشنګټن به په ‌دې اړه اقدام وکړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا ویلي : «د افغانستان اسلامي امارت د یوه مسوول اړخ په‌ توګه ژمن دی او چاته اجازه نه ورکوي چې د نورو هېوادونو پر ضد یې خاوره وکارول شي او په‌دې اړه تر دې مهاله هیڅ لاسوند هم ‌نشته.»

د هغه په وینا، که امریکا په دې تړاو څه اطلاعات لري، نو د دوحې هوکړې پر بنسټ له اسلامي امارت سره دې شریک کړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي بیا چین ته د خپل سفر په لړ کې امریکا پر دې تورنه کړه چې په سیمه کې له داعش او القاعدې ملاتړ کوي.

تېره اونۍ د اسلامي امارت د ځینو مشرانو ویناوې

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني په خوست کې وویل، ځيني اشخاص له خپل مسوولیته په استفادې نظام او ولس ننګوي چې دغه کار د تأسف وړ دی، خو دوی اجاره نه ورکوي چې خلک په مختلفو پلمو له خپلو حقونو محروم او وځورول شي. هغه وویل، اسلامي نظام د اسلام د مجاهدینو پر مټ او د ولسونو په قربانيو راغلی، د دغه نظام ساتنه حوصله او زغم غواړي او له خپلو ولسونو سره په نېک چلند او دوی ته د حقونو په ورکړې سره مستحکم کوي.

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد د نظام پاېښت د ملت د مشروع غوښتنو له پوره کولو سره تړلی بللی او زياتوي: «هیڅکله باید تکبر، غرور او عُجب ونه کړو، په هر وخت کې باید د ملت مشروع غوښتنو ته لبیک ووایو.»

دغه‌راز، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور له افغانستانه د شوروي لښکرو د وتلو او ماتې خوړلو ورځې په نمانځغونډه کې وویل: «ازادي د ملت په مټ اخیستل کېږي او هغه څوک یې ضایع کوي چې د ملت له احساساتو په استفادې ځان واک ته ورسوي او بېرته خپل ملت ته شا واړوي.»

همداراز، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، د نظام مسوولین باید د خلکو د نیوکو او پوښتنو اورېدلو زغم ولري، خو د مسوولینو «هتک حرمت» ونه شي.

خو مجاهد تر دې وروسته په یوه ویډیويي کلیپ کې وویل: «زما وینا چې د کابل په پوهنتون کې شوې ده، هغه د رسنیو پر فعاليتونو او د رسنیو د انتقادونو په اړه وه چې د هغو لپاره ما وضاحت ورکړی؛ په هغه کې څوک هدف نه و. کومې باندنۍ کړۍ چې له هغه نه سوء استفاده کوي، دوی به دغه ارمان ګور ته يوسي چې د اسلامي امارت په منځ کې دې کوم درز او يا مخالفت وي او یا خدای مه کړه چې کومه ستونزه پیدا شوې وي. زه اطمینان ورکوم هېڅ کوم تضاد د وينا چېرې نه ده راغلې، هر مشر چې غږېږي هغه د خپل مورد پر اساس غږېږي او په کوم اړه چې خبرې کوي هغه خبرې منحصر په خپل ځای پورې وي؛ نه بايد څوک له ويناوو سوء استفاده وکړي.»

ټولګډونه حکومت او له افغانستان سره د نړۍ اړیکې

د چين او ايران ولسمشرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو له اسلامي امارته غوښتي چې د ښځو پر وړاندې لګول شوي محدوديتونه لغوه او يو ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي.

خو د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي وايي، اسلامي امارت د هېوادونو اندېښنې درک کوي او د هېواد د سترو ګټو، شرعي احکامو او د افغانانو غوښتنو په نظر کې نيولو سره ګامونه اخلي.

کریمي ویلي، افغانان کولای شي خپلې داخلي ستونزې په ښه توګه مدیریت کړي او د نور هېوادونه دې له افغانستان سره د یوه خپلواک هېواد په توګه اړیکې ولري.

افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ وايي، په قطر کې يې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مشر، په قطر کې د پاکستان له سفیر او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له مشر سره يې د افغانستان په اړه بحث کړی دی. هغه زياتوي: «په‌دې لیدنه کې له افغان لوري سره د اړیکو پر دوام او د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې برخه کې د چین او قطر ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا هوکړه وشوه.»

په افغانستان کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال ویلي، له افغانستان سره یې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او هېواد به یې تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی توماس نیکلسون وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې بدلون باید په خپله د افغانانو په لاس له سوله‌ییزو لارو چارو رامنځته شي.

د ښځو کار او د نجونو زدهکړې

د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال د لېندۍ په ۲۹مه وویل چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي. د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو فعالیت هم د روان ښوونیز کال له پیله ځنډول شوی دی.

همداراز، د اقتصاد وزارت د تېرې مرغومي میاشتې په ۳مه په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې د خپلو ښځینه کارکوونکو دندې دې تر دویم امر پورې وځنډوي.

د راپورونو له مخې، افغانستان د لپاره د امريکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر، په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدوديتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې او د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې لوله الخاطر سره په ليدنه کې ويلي، کوم څه چې له اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې اړين رول لري هغه نجونو ته تعليم او ښځو ته د کار د لارو چارو برابرول دي.

د ملګرو ملتونو د شرمنشي مرستیالې امینه محمد په افغانستان کې د نجونو زده‌کړې د نړۍوالې ټولنې مهم لومړیتوب بللی او  وايي: «دا ډېره مهمه ده چې له افغان نجونو سره یو ځای ودرېږو او د هغوی غږ اوچت کړو.»

د چین او ایران ولسمشرانو د یوې ګډې بیانیې له لارې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه کړې، د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د اسلامي امارت بندیزونو افغانستان کې بې‌وزله ښځې ډېرې اغېزمنې کړې او جرمني بيا وايي، خپلې پروژې به هغه مهال تمویل کړي چې افغان ښځې ترې ګټه پورته کړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي: «دم‌ګړۍ حکومت اسلامي دی، ان‌شاءالله موږ غواړو چې د اسلام په چوکاټ کې ټولو خویندو او وروڼو ته چې دننه په هېواد کې دي، افغانان دي، هغوی ته ټول مسایل حتا کار او تعلیم او تربیه ټول د اسلام په چوکاټ کې او د افغاني دود او شریعت مطابق ورته چمتو کړو، په دې برخه کې کار روان دی او ان‌شاءالله هیله‌من یو چې ډېر ژر به دا جوړ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وایي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې شامل شوی چې د زده‌کړو په برخه کې په بحراني وضعیت کې دي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، دوه ځله افغانستان ته د بشري مرستو په دوام د ۴۰ ، ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو دوې کڅوړې رارسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره وایي، روان زېږدیز کال کې د افغانستان څه باندې ۱۷ میلیون خلک روغتیایي مرستو ته اړتیا لري او د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې روان کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۸،۳ میلیون وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وایي، هېواد یې افغانستان ته د نفتي او خوراکي توکو د صادراتو ډېرولو په حال کې دی. ده ویلي، په روان کال کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.

Visits: 98

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.