ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستانه پاکستان ته د صادراتو کچه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده 

په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستانه پاکستان ته د صادراتو کچه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده 

author avatar
1 Mar 2023 - 16:45
په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستانه پاکستان ته د صادراتو کچه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده 
author avatar
1 Mar 2023 - 16:45

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې له هېواده پاکستان ته د صادراتو کچه څه باندې یو میلیاد ډالرو او له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو کچه ۹۴۰ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي بانګ ويلي، دغه هېواد ته له افغانستانه د صادراتو کچه ۸۷ سلنه کمه شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې په وروستیو ۷ میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه له ۱۰۵.۶ میلیون ډالرو ۱۳.۳ میلیون ډالرو ته ټیټه شوې ده.

خو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن (د کب ۱۰مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «د هېواد واردات له مختلفو بندرونو پاکستان ته دوام لري چې د سږ کال په لسو میاشتو کې الحمدالله زموږ صادرات ډېر دي چې په ټولیز ټول پاکستان ته زموږ صادرات څه باندې یو میلیارد ډالره دي.»

د هغه په وینا، په تېرو لسو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان د وارداتو کچه ۹۴۰ میلیون ډالر ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.