اسعداباد (پژوک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په لیچلام سیمه کې د ځنګله نږدې زر شنې ونې وهل شوې دي.
د یاد ولایت د ځنګلونو ساتنې شنې قطعې قوماندان حاجي محمدامین نن (د کب ۱۳مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې په لیچلام سیمه کې نږدې زر شنې ونې پرې شوې دي.
هغه زیاته کړه، ۳۰ کسیزه قطعه يې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي خو په وینا يې، دغه شمېر د ټول ولایت د ځنګلونو ساتنې لپاره بسنه نه کوي.
نوموړي له حکومته د شنې قطعې د تشکیل زیاتولو غوښتنه وکړه او وویل، دغې قطعې ته باید ښه وسایل او تجهزیات ورکړل شي څو په ښه ډول د ځنګلونو ساتنه وکړای شي.
په ورته مهال، د ماڼوګي ولسوال احمد ګلاب وايي: «ليچلام چې ډېره لرې او غرنۍ سیمه ده، موږ پنځه لارۍ وهل شوی ځنګل او څلور کسان نیولي دي.»
هغه زیاته کړه، هېچاته د ځنګل پرې کولو اجازه نه ورکوي او سرغړوونکي به د قانون منګولو ته سپاري.
بلخوا د سیمي خلک هم له حکومته غواړي چې د ځنګلونو وهلو مخه دې ونیسي.
د ماڼوګي ولسوالۍ د کنډرو کلي اوسېدونکی حیاتالله وایي، ځنګلونه د چاپېریال په ساتنه کې مهم رول لري او ساتنه يې د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی.
نوموړي وویل، حکومت دې د ځنګلونو وهونکو ته سخته سزا ورکړي څو په راتلونکي کې څوک دغه ډول کړنه ترسره نه کړي.
د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی ضیاالله وايي، ولس له حکومت سره ژمنه کړې چې د ځنګلونو ساتنې په برخه کې به ورسره ګډې هڅې کوي .
هغه وایي، حکومت ته په کار دی چې د ځنګله وهونکو ته سخته سزا ورکړي څو بیا ځل په خپلسرې توګه دغه ډول عمل ته زړه ښه نه کړي.
د یادونې ده، د سرپرست حکومت په راتلو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځنګلونو ساتنې لپاره ځانګړې قطعه جوړه شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










