ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ځنګله سلګونه ونې وهل شوې دي

د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ځنګله سلګونه ونې وهل شوې دي

author avatar
4 Mar 2023 - 17:37
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ځنګله سلګونه ونې وهل شوې دي
author avatar
4 Mar 2023 - 17:37

اسعداباد (پژوک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په لیچلام سیمه کې د ځنګله نږدې زر شنې ونې وهل شوې دي.

د یاد ولایت د ځنګلونو ساتنې شنې قطعې قوماندان حاجي محمدامین نن (د کب ۱۳مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې په لیچلام سیمه کې نږدې زر شنې ونې پرې شوې دي.

هغه زیاته کړه، ۳۰ کسیزه قطعه يې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي خو په وینا يې،  دغه شمېر د ټول ولایت د ځنګلونو ساتنې لپاره بسنه نه کوي.

نوموړي له حکومته د شنې قطعې د تشکیل زیاتولو غوښتنه وکړه او وویل، دغې قطعې ته باید ښه وسایل او تجهزیات ورکړل شي څو په ښه ډول د ځنګلونو ساتنه وکړای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.