ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د زندان مدیر: ایران ۵۶۰ افغان بندیان د افغانستان حکومت ته وسپارل

د هرات د زندان مدیر: ایران ۵۶۰ افغان بندیان د افغانستان حکومت ته وسپارل

author avatar
6 Mar 2023 - 14:01
د هرات د زندان مدیر: ایران ۵۶۰ افغان بندیان د افغانستان حکومت ته وسپارل
author avatar
6 Mar 2023 - 14:01

تعقيبي_هرات (پژواک، ١٥ کب ١۴٠١): په هرات کې ځایي سرچینې وایي، ټاکل شوې چې شاوخوا ۱۹۰۰ افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته ولېږدول شي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ولایت رسنیو ته څرګنده کړې چې د هېواد د زندانونو چارو ادارې رییس محمدیوسف مستري وایي، ایران ته د تللي افغان پلاوي په هڅو دغه هېواد کې ۱۹۰۰ افغان بندیان د افغانستان حکومت ته سپارل کېږي.

مولوي مستري وایي، دغه بندیان به د همدې اونۍ په جریان کې د اسلامي امارت حکومت ته وسپارل شي.

خبرپاڼه په ایران کې د افغانستان سفیر فضل‌محمد حقاني له قوله لیکي، د اسلامي امارت حکومت ته د افغانستان سفارت او د ۱۹۰۰ بندیانو سپارل د افغانستان او ایران پر اړیکو مثبت اغېز لري.

د افغانستان سفیر وایي چې بندیانو ته به په هېواد کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

په ورته وخت کې، د هرات ولایت د بهرنیو اړیکو رییس مولوي شېراحمد عمار مهاجر وایي چې د بندیانو له یادې ډلې څخه ۴۰۰ کسان یې د ایران د قوانینو پر اساس په اعدام محکوم دي.

نوموړي زیاته کړه، د زندانیانو د جرم حکم څېړل کېږي او د جرم پر اساس به یې پرېکړه وشي.

مولوي عمار وایي، ډېر شمېر دغه بندیان له ۱۰ تر ۳۶ کلونو بند محکوم دي.

بل‌پلو، د هرات د زندان عمومي رییس محمد نبي خلیل وایي، نن ۵۶۰ افغان بندیان د ایران حکومت له لوري د افغانستان حکومت ته وسپارل شول.

د هغه په خبره، یاد بندیان د نشه‌یي توکو قاچاق په ګډون د بېلابېلو جرمونه له امله په ایران کې زنداني وو؛ اوس د یوې هوکړې پر اساس، له بنده خوشي شول او ټاکل شوې چې د بند پاتې موده د هېواد دننه زندانونو کې تېره کړي.

د غلام سخي په نوم یو بندي چې نن هېواد ته راګرځېدلی وایي، په ۳۰ کاله بند محکوم شوی و او د بند درۍ کلونه یې په ایران کې تېر کړي دي.

هغه خوښې څرګندوي چې د هېواد زندان ته رالېږدول شوی او دلته له خپلې کورنۍ سره لیدنه کوي.

په ایران کې د افغانستان سفارت د شمېرو پر اساس، په ایران کې ۶ زره افغانان بندیان دي.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.