ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند کې افغان کډوال د نوو پاسپورټونو، کاري او نورو ویزو له نشتوالي سر ټکوي

هند کې افغان کډوال د نوو پاسپورټونو، کاري او نورو ویزو له نشتوالي سر ټکوي

author avatar
18 Mar 2023 - 11:51
هند کې افغان کډوال د نوو پاسپورټونو، کاري او نورو ویزو له نشتوالي سر ټکوي
author avatar
18 Mar 2023 - 11:51

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): په هند کې ځیني افغان کډوال په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت له کونسلي خدمتونو شکایت کوي او وایي، د هند له خوا افغانانو ته د ویزو نه ورکړې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

خو په هند کې د افغانستان سفارت وایي، کونسلي خدمات په ښه توګه وړاندې کوي او د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره هلې ځلې روانې دي.

په هند کې افغان کډوال د افغان سفارت له چوپړتیاوو شکایت لري

په هند کې یو شمېر افغان کډوال د افغانستان سفارت له لوري د خدمتونو فیس لوړوالي، د سفارت کارکوونکو د کاري ورځو کمېدو او د نوو پاسپورټونو نشتوالي ستونزو له امله سر ټکوي؛ خو په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت بیا وایي چې د خدمتونو په بدل کې یې فیسونه تر ټولو ارزانه او مناسب دي، د پاسپورټونو نه‌شتون عمومي موضوع ده او سفارت ټولې رسمي ورځې کار کوي، خو د اونۍ په درېیو ورځو کې له مراجعینو اړوند اسناد او معلومات راټولوي.

په هند کې یوه افغان کډوال ذاکرالله تسل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سفارت د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکې نه لري، ډېر کارکوونکي یې رخصت کړي دي، قونسلګرۍ یې په اونۍ کې یوازې دوې ورځې کار کوي او د سفارت د لګښتونو پوره کولو لپاره اوس د پخوا په پرتله هلته له مېشتو افغانانو د خدماتو په بدل کې ډېرې پیسې اخلي.

د تسل د معلوماتو له مخې، د افغانستان سفارت د هرې ټاپې په بدل کې لس امریکایي ډالر او د سټیکر له لارې د پاسپورټ پنځه کلن تمدید په بدل کې په داسې حال کې ۷۵ ډالر اخلي چې پخوا د یوه محصل لپاره پاسپورټ د تمدید بیه ۲۰ ډالر وه.

هغه وایي، په افغانستان کې د تېر کال له سیاسي تحول وروسته په هند کې د افغانستان سفارت په داسې حال کې هیچاته پاسپورټ نه دی ورکړی چې له ځینو افغان کډوالو پاسپورټونه ورک شوي او یا سوځېدلي دي.

د نوموړي په وینا، پاسپورټ نه لرونکي افغان ته په هند کې څوک کور په کرایه نه ورکوي، په هوټل کې یې شپې تېرولو ته نه پرېږدي او له ډېرو نورو اسانتیاوو هم بې‌برخې کېږي.

په هند کې د افغان محصلینو ټولنې رئیس ولي‌الرحمن رحماني هم وایي، محصلین هم د پاسپورټونو د تمدید ستونزه لري او هغه محصلین چې پر سټیکرونو یې پاسپورټونه تمدید کړي دي، نه شي کولی نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

خو په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سفارت په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته تر ننه پورې خپل ډېر تمرکز پر خپلو قونسلي خدمتونو کړی دی؛ ځکه چې دغه خدمات په نېغه د خلکو او په ځانګړې توګه په هند کې د مېشتو کډوالو، محصلینو، سوداګرو او نورو افغانانو ژوند او ورځنیو حقوقي چارو پورې اړوند دي.

هغه وویل: «د سفارت د قونسلي خدمتونو دروازه هېڅکله د مراجعینو پر وړاندې نه ده تړل شوې. موږ د کارمندانو په شمېر کې د کمښت له امله خپل کاري شیفټ ته تغییر ورکړی، په اونۍ کې درې ورځې (دوشنبه، چهارشنبه او جمعه) له مراجعینو څخه اړوند اسناد او معلومات راټولېږي، په پاتې ورځو کې طی مراحل کېږي او وروسته په یادو ورځو کې بېرته مراجعینو ته سپارل کېږي. د سفارت قونسلي خدمتونه ټول د هېواد د بهرنیو چارو وزارت  د قونسلي طرزالعمل او میکانیزم له مخې اجرا کېږي. د قونسلي خدمتونو ټول حقوقي او رسمي اجرات ثبت او ارشیف ته سپارل کېږي او هیڅوک له هیچا څخه د اصولو او قواعدو خلاف فیس نه اخلي او نه یې هم اخیستلی شي. د پاسپورټ د هر کال د تمدید قیمت ۲۰ ډالر تعین شوی چې دا تر ټولو مناسب او اصولي قیمت دی.»

ماموندزي وویل، د سفارت د قونسلي خدمتونو په بدل کې د لوړ فیس اخیستلو په تړاو د ځینو افغان کډوالو ادعا ناسمه ده او د دغه سفارت خدمتونه اسان، ارزان او تر بل هر وخت ښه د لاسرسي وړ دي.

د نوموړي په وینا، د نوو پاسپورټونو وېش یوه عمومي موضوع ده او تر دې مهاله په هند کې د افغانستان سفارت خپل د اړتیا وړ پاسپورټونو سهمیه نه ده ترلاسه کړې، څو نوي پاسپورټونه ووېشل شي.

هغه وویل: «د هند سفارت د چاپ حوزه د دوبۍ قونسلګري ده چې زموږ سهمیه باید هلته واستول شي؛ یعنې د هند سفارت ټوله ډیټا په قونسلي کې ثبت او طی مراحل کوي او پاسپورټ په دوبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې چاپ کېږي او بیا زموږ سفارت ته را استول کېږي. تر دې مهاله د نوو پاسپورټونو موضوع د پخوا په څېر پاتې ده. موږ هغو کسانو ته چې پاسپورټونه یې ورک شوي یا سوځېدلي وي، موقت مسافرتي اسناد ورکوو چې د دوی عاجلې اړتیاوې پرې پوره کېدلی شي. اما هغو کسانو ته چې اړتیا لري دا ډاډ ورکوو چې موږ له مرکز سره تماس نیولی او ډاډ هم را کول شی چې ان‌شاالله د هند اړوند سهمیه به مربوطه مراجعو ته د بعدي اجراتو په موخه واستول شي.»

ماموندزي زیاته کړه، نوو پاسپورټونو ته اړ خلک دې یوه موده نوره هم حوصله وکړي او سفارت د دې ستونزې حل کولو هڅې کوي.

د هند له خوا د ویزې نه ورکول افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي

په هند کې یو شمېر افغان کډوال وایي، په افغانستان کې د تېر کال له سیاسي تحول وروسته دغه هېواد افغانانو ته ویزې نه دي ورکړې او دې چارې افغانان په تېره بیا افغان محصلین له ستونزو سره مخ کړي دي. په هند کې د افغانستان سفارت وایي، د دغې ستونزې د حل لپاره یې هلې ځلې کړې خو پایله یې نه ده لرلې.

په هند کې افغان کډوال ذاکرالله تسل وایي، دې چارې په هند کې ټول افغان کډوال، محصلين، سوداګر او ناروغان دغه هېواد ته د تګ راتګ په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

تسل وایي: «په افغانستان کې د هند سفارت د ویزو په برخه کې هیڅ کوم فعالیت نه لري او د طالبانو له راتګ نه وروسته د دوی له لوري هیچاته ویزه نه ده ورکړل شوې او کومې ویزې چې هلته خلکو لرلې هغوی ته یې هم د ویزې د لغوې ایمیل کړی و، نو تر اوسه دغه کډوال نه شي کولای افغانستان ته له تګ نه وروسته بېرته هندوستان ته راستانه شي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳ زره هغه افغان محصلین چې د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زده‌‌کړو بوخت وو او په رخصتیو کې افغانستان ته تللي، د ویزو نه لرلو له امله نه شي کولای چې د زده‌کړو د دوام لپاره هند ته ولاړ شي.

د تسل په وینا، په هند کې د مېشتو افغان کډوالو او محصلینو اقامه هملته تمدېد کېږي او په هغه اقامه کولی شي چې افغانستان ته هم راشي، خو بیا بېرته له افغانستانه هند ته نه شي تللی؛ ځکه چې ویزه نه لري او پرته له ویزې د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

په هند کې د افغان محصلینو ټولنې رئیس ولي‌الرحمن رحماني هم پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې په هند کې ۱۴۰۰۰ افغانان په بېلابېلو پوهنتونو کې پر زده‌کړو بوخت وو، خو له زده‌کړو وروسته یې ډېر شمېر بېرته هېواد ته ستانه شوي او یا هم نورو بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

هغه وایي، اوس هم د هند په بېلابېلو پوهنتونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان پر زده‌کړو بوخت دي.

د رحماني د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان چې د هند په پوهنتونو کې زده‌کړې کوي او اوس افغانستان ته تللي، دا مهال د هند د ویزو نه لرلو له امله په افغانستان کې بند پاتې دي.

نوموړی وایي، دغه ستونزه یې په وار، وار په هند کې د افغانستان له سفارت او هندي چارواکو سره شریکه کړې خو پایله یې نه ده لرلې.

په هند کې یو بل افغان کډوال رحیم‌الله صافی هم وایي، دده په ګډون هغه افغانان چې په هند کې پر زده‌کړو بوخت دي، د ویزو نشتوالي له امله نه خپل هېواد ته تللی شي او نه خپلې کورنۍ هند ته غوښتلی شي.

صافی په هند کې د حقوقو په برخه کې د ماسټرۍ زده‌کړې کوي.

حکمت‌الله ابراهیمي یو له هغو افغان محصلینو دی چې په هند کې یې زده‌کړې کولې خو اوس په افغانستان کې دی؛ هغه د ویزې نه لرلو له امله نه شي کولی چې هند ته ولاړ شي او هلته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

ابراهیمي وایي، په افغانستان کې له سیاسي تحول څو اونۍ مخکې کابل ته په رخصتۍ راغلی و، ویزه یې درلوده خو وروسته د هند حکومت ورته ایمیل کړی او ویلي یې دي چې ویزه یې لغوه شوې ده.

نوموړی وایي، په هند کې یې د زده‌کړو وروستی کال و، ډېرې هلې ځلې یې وکړې خو د حل لاره ورته پیدا نه شوه؛ وروسته اړوند هندي پوهنتون په انلاین بڼه د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړه او دوې میاشتې مخکې یې خپلې زده‌کړې پای ته ورسولې.

هغه زیاتوي، اوس د اسنادو ترلاسه کولو لپاره اړ دی چې هند ته ولاړ شي خو د ویزې نشتوالي له امله نه شي تلای.

خو په هند کې د افغانستان سفیر ماموندزی وایي: «موږ له ټولو هغو محصلینو سره چې په افغانستان کې بند پاتې دي په تماس کې یو، دا واقعاً هم پر یوې پیچلې موضوع بدله شوې ده. موږ د نظام د بدلون له لومړیو ورځو راهیسې د هند د بهرنیو چارو وزارت او نورو سیاسي او امنیتي ادارو سره په تماس کې یو، په وار وار مو جلسې نیولې، رسمي لیکونه استول شوي او د محصلینو د بې‌سرنوشتۍ او له درسي تسلسل سره د دوی د رابطې پرې کېدو په اړه مو د هند مقاماتو ته خپل پیغام په ډېره واضحه توګه رسولی او جدي غوښتنه مو ترې کړې چې یو خاص میکانیزم ایجاد او بند پاتې محصلینو ته د ویزو لړۍ پیل کړي.»

هغه وویل، د افغانستان سفارت هڅو تر دې مهال مثبته پایله نه ده ورکړې، یوازې څو د دوکتورا کچې محصلین چې د درسي لړۍ وروستی کال یې و، وتوانېدل چې ویزې ترلاسه کړي.

ماموندزي زیاته کړه: «موږ خپلو هڅو ته په ټولو اړخونو کې دوام ورکړی، هم د هند له حکومت سره په تماس کې یو چې یو میکانیزم په وجود راولو ترڅو د ویزو لړۍ بېرته پیل شي او یا هم بدیله لاره پیدا کړو. تر دې چې موږ د هېواد سیاسي مشران او د حکومت چارواکي له موضوع څخه اګاه کړي دي، ترڅو له هره اړخه سیاسي او تاریخي رسالت ادا شوی وي. ځکه چې دا ډول موارد د ملتونو ترمنځ دوستانه اړیکو ته زیان رسولی شي. بند پاتې محصلینو ته که څه هم موږ په خپلو اعلامیو کې خبر ورکړی چې د دوی موضوع تر جدي تعقیب لاندې ده خو له دې موضوع څخه د زیات وخت له تېرېدو وروسته دا وایو چې د دوی حالت موږ کاملاً درک کوو. باور لرو چې د هند حکومت به حتمن په خپلو پالیسو کې مثبت تغییر راولي او د دوی د تحصیلي او تعلیمي لړۍ د دوام جبران به کېږي.»

ماموندزي وویل، افغانان خپل وطن او یا هم د ویزې لرلو په صورت کې درېیم هېواد ته په ازاده توګه سفر کولی شي، هیڅ قانوني او حقوقي خنډ یې پر وړاندې نشته.

نوموړي وویل، هند ته د افغان محصلینو د بېرته تګ موضوع د ویزې ستونزه ده، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د هند حکومت پالیسي بدله شوې او همدغه لامل دی چې دوی بېرته هند ته نشي ګرځېدلی.

په هند کې د کاري ویزو نهشتون له امله د افغان کډوالو ستونزې

په هند کې یو شمېر افغان کډوال وایي، د ځینو افغانانو زده‌کړې بشپړې شوې خو په دغه هېواد کې د کار ویزه نه ورکول کېږي او دې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي؛ خو په هند کې افغان سفارت وایي، د دې ستونزې د حل لپاره یې هندي چارواکو ته وړاندیزونه سپارلي دي.

په هند کې افغان کډوال ذاکرالله تسل وایي: «په دغه هېواد کې افغانان چې د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه په لوړو نومرو له معتبرو پوهنتونونو فارغ شوي، په داخل د هندوستان کې ورته هیڅ ډول د کار اجازه نشته او دوی ته د کار ویزه نه ورکول کېږي.»

په هند کې یو بل افغان کډوال رحیم‌الله صافی هم وایي چې په دغه هېواد کې د افغانانو لپاره د کار ویزه نه ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، کوم محصلین چې هلته ویزې لري نو د تمدید پر مهال بېرته ورته تحصیلي ویزه تمدید کېږي خو د کار اجازه نه لري او دا یوه ستونزه ده.

رحیم‌الله زیاتوي، ځیني هغه افغانان چې د یو لړ ستونزو له امله نه غواړي افغانستان ته ولاړ شي، نه په هند کې ورته د کار اجازه ورکول کېږي او نه هم له هند څخه نورو هېوادونو ته تللی شي.

په دې تړاو په هند کې افغان سفیر وایي، هر هېواد د کار خپل قوانین لري او د افغانستان سفارت له تېر یوه‌نیم کال راهیسې د هند له حکومت سره پر دې کار کوي څو یو شمېر افغان محصلینو ته چې وړتیا ولري او په بېلابېلو شخصي ادارو او کمپنیو کې د کار په موخه جذب شوي وي یا یې د جذب لپاره لېوالتیا موجوده وي، د کار ویزې ترلاسه کړي.

ماموندزي وویل: «خو د هند د کار ویزه نه یوازې د افغانانو بلکې د زیات شمېر نورو هېوادونو د وګړو لپاره هم اسانه نه ده. موږ په دې برخه کې هم خپل وړاندیزونه د هند حکومت ته سپارلي دي.»

نوموړي زیاته کړه، که چېرې افغان کډوال وغواړي افغانستان ته د تګ په برخه کې یې هیڅ مشکل نشته، خو په هند کې په خپله خوښه پاتې کېدل یې شخصي پرېکړه ده او دا هم باید ومني چې د پخوا په پرتله اوس د هند د حکومت پالیسي نسبتاً بدله شوې ده.

 د افغانستان او هند حکومتونه باید د افغان کډوالو ستونزو ته حللار ومومي

د نړۍوالو چارو پوه زاهد امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د نړۍوالو قوانینو له مخې هر څوک حق لري چې له یوه هېواده بل ته کډوال شي او هوسا ژوند ولري، افغانانو د بېلابېلو دلایلو له امله په نورو هېوادونو کې ژوند کولو ته زړه ښه کړی او هلته مېشت دي.

د هغه په وینا، هند هم یو له هغو هېوادونو دی چې یو شمېر افغانان پکې کډوال دي، د نړۍوالو بشري حقونو له مخې د هند حکومت باید د افغان کډولو حقونو ته پام وکړي او ستونزې یې حل کړي.

نوموړي وویل: «که د ویزې ستونزه وي، که د پاسپورټ ستونزه وي، که د کار ستونزه وي، د افغانستان سرپرست حکومت مسوولیت لري، که دغه د دولتونو په سطحه وي او که د دیپلوماتیکو اړیکو له لارې وي او که د نړۍوالو اړیکو له مخې وي چې دغه ستونزې حل کړي؛ ځکه کله چې یو څوک په بل هېواد کې د ژوند کولو حق لري نو د ټولو حقونو لکه کار او ښه ژوند کولو حق هم لري.»

امرخېل وایي، دا د دواړو هېوادونو مسوولیت دی چې په هند کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه مذاکره وکړي او یوه حل‌لاره ورته ومومي.

یادې ستونزې مو په افغانستان کې د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکې کړې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

 

Hits: 181

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.