ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز ځیني اوسېدونکي: د مرستو وېش بهیر شفاف نه دی

28 Mar 2023 - 13:57
28 Mar 2023 - 13:57

زرنج (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د نیمروز ځیني اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د بشري مرستو د وېش بهیر شفاف نه دی؛ خو مسوولین دا موضوع ردوي او وايي، د مرستو د وېش بهیر شفاف او عادلانه دی.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د سیاسي نظام له  بدلون وروسته، له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې مرستې بندې شوې، د امريکا له خوا د دغه هېواد د اسعارو له نهه ميليارد ډالر څخه ډېرې زېرمې کنګل شوې چې په پايله کې د خلکو او هېواد اقتصاد ته سخته ضربه ورسېده.

وروسته له هغه چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت لا خراب شو، ځینو مرستندويه هېوادونو او تمویلوونکو په دغه هېواد کې د کورنيو اقتصادي وضعيت د لا خرابېدو مخنيوي لپاره بشري مرستې پيل کړې چې له مخې یې، د هېواد په کچه خوراکي توکي او نغدې پيسې اړو خلکو ته وېشل کېږي.

د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي د خلکو پر اقتصاد د دغو مرستو مثبت اغېز ته اشاره کوي خو وايي، د دغه ولایت په لرو سیمو کې خلک یادو مرستو ته هیڅ لاسرسی نه لري.

د زرنج ښار د شېراحمد کلي اوسېدونکې ماه‌جبين نارویي هم بشري مرستو ته د دغه کلي د اوسېدونکو له نه لاسرسي شکايت لري.

هغې چې د وروستیو ورښتونو او توپانونو له امله خپل کور، وسایل او څاروي له لاسه ورکړي وویل، له لسو کلونو راهیسې په دغه کلي کې ژوند کوي، خو تر اوسه یو ځل هم خیریه موسسې د دوی کلي ته د مرستو وېشلو لپاره نه دي ورغلې.

ماه‌جبین پژواک خبري اژانس ته وویل: «له موږ نه غریب او بیچاره نور نشته. له کلونو راهیسې په نیمروز کې مرستې وېشل کېږي خو زموږ په کلي کې یو ځل هم مرستې نه دي وېشل شوې او توپان او باران زموږ هر څه را نه واخیستل. درې ځله مو ولایت ته عریضه وکړه، خو هغوی ان اجازه را نه کړه چې له والي سره وګورو.»

هغې زیاته کړه، په یاد کلي کې ۴۰ بېوزلې کورنۍ ژوند کوي چې هیڅ عایداتي سرچینه نه لري، له طبعي پېښو سره د مبارزې او کلیو پراختیا ریاستونو ته په مراجعې سره بیا هم کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

په ورته وخت کې، ۶۵ کلن دولت محمد د زرنج ښار په سیستان ښارګوټي سیمه کې د بې‌ځایه شوو استازی دی چې هغه هم بشري مرستو ته له نه لاسرسي شکایت لري.

د هغه په وینا، یو نیم کال کېږي چې ۵۰ بې‌وزله کورنۍ له پروان، مزار او کندوز څخه زرنج ښار ته بې‌ځایه شوې دي، خو د سږ کال تر ژمي یې د موسسو او حکومت له لوري هیڅ ډول د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې نه دي ترلاسه کړي.

هغه په دوام کې وویل، په نیمروز کې له بې‌سارې یخنۍ وروسته، طبعي پېښو ته د رسېدو ریاست ۲۰ خیمې او ۶۰ کمپلې پرې ووېشلې او یو ځل د موسسو د سروې ټیم له لارې یې د مرستې کارت ترلاسه کړی چې له هغو یې یو ځل نغدي پیسې ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې د هغه په وینا، باید ۶ ځله یې پیسې ورکړې وای.

رحمت‌الله یو کوچی دی چې د نادعلي تپې شاته ځنګل سیمه کې مېشت دی، هغه وایي، په سیمه کې یې تر ۶ خیمو لاندې ۱۲ کورنۍ ژوند کوي چې په ۵ کلونو کې یې له هیڅ مرجع څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغه زیاته کړه: «موږ دربدره خلک په ژمي او اوړي کې یوازې وچه ډوډۍ خورو او اوبه څښو، ان د کوچیانو امریت هم موږ مستحقو خلکو سره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې. موسسې یوازې هغه سیمې چې ورته نږدې وي او یا په تګ راتګ کې اسانتیاوې ولري سروې کوي او د سروې اکثریت ټیمونه خپلو کورنیو ته کارتونه ورکوي.»

بل‌ پلو، ۳۵ کلنه فاطمه چې کونډه او د پنځو اولادونو مور ده، د چخانسور ولسوالۍ په خاش کلي کې ژوند کوي او د مرستو ناعادلانه وېش له امله شکایت کوي.

هغه ادعا کوي چې له طبیعی پېښو او د خلکو زیانمنېدو سره سره تر اوسه هیڅ موسسه د دوی کلي ته د مرستې لپاره نه ده ورغلې او مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

په ورته مهال، په نيمروز کې د اقتصادي چارو کارپوه سخي شهبازي په دغه ولايت کې د مرستو د ناعادلانه وېش په اړه د خلکو ادعاوې تاییدوي او وايي، ډېری موسسې د خپلو مالي سرچينو خوندي ساتلو په موخه نږدې سيمې تر پوښښ لاندې راولي او هغه خلک چې په لرو سیمو کې اوسېږي له دې مرستې بې‌برخې کېږي.

هغه د مستحقو کسانو معلومولو لپاره د مشخص میکانیزم نشتوالی، د سروې بهیر او د مرستو وېش د دقیقې څارنې د سیسټم نه موجودیت، د موسسو د مسوولینو له لوري د موسسو له سرچینو ناوړه ګټه اخیستنه، په ګومارنو کې فساد او اړیکې پالل، د مرستو رسولو په لړۍ کې د روزل شوو کارکوونکو کموالی او د سروې په بهیر کې د سیمه‌ییزو زورواکو لاسوهنه د مرستو د ناعادلانه وېش مهم عوامل بولي.

نوموړي زیاته کړه، موسسې د خپلې بودجې ډېره برخه د اداري لګښتونو لکه د پروژې مهمو کارکوونکو معاشونو، د موټرو ‎او ودانیو کرایو او د اداري وسایلو پېرلو ته ځانګړې کوي چې د پروژو اغېزمنتیا کموي او د د دې لامل کېږي چې د خلکو په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ بدلون رانه شي.

د هغه په ​​خبره، د موسسو مرستې هغه مهال کولای شي د خلکو په ژوند کې بدلون راولي چې لومړيتوب یې خوراکي خوندیتوب او مستحقو کسانو ته د کار زمینې برابرول وي.

په ورته مهال، د نيمروز ولايت په اقتصاد رياست کې د انجیوګانو مدیر دانش د مرستو د غيرعادلانه وېش په اړه د خلکو ادعاوې ردوي او وايي: «د خلکو خبرې حقیقت نه لري. د بشري مرستو د وېش بهیر په ډېر شفاف ډول روان دی او هغه کسان چې شکایت کوي د مرستې له کارتونو سره عادت دي. نو له همدې امله چې په دویم‌ځلي مرستو کې کارتونه نه ورکول کېږي، شکایت کوي.»

هغه زیاته کړه، اقتصاد وزارت د نړۍوال خوراکي پروګرام (WFP) ۵۰ سلنه بشري پروژې د کار په بدل کې ورکولو اعلان کړی او پاتې مرستې پر هغو کورنیو وېشل کېږي چې سرپرست او د کار کولو توان نه لري.

دانش دې ته په اشارې چې د مرستو د وېش لړۍ عادلانه او شفافه ده زیاته کړه، یو شمېر کسان بشري مرستې خپل مسلم حق ګڼي، په داسې حال کې چې دا مرستې د ټولنې د بېوزلو طبقو لپاره دي، نه د ټولو خلکو ته.

Views: 123

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version