ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستان کې د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو غونډه جوړېږي

ازبکستان کې د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو غونډه جوړېږي

author avatar
8 Apr 2023 - 22:56
ازبکستان کې د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو غونډه جوړېږي
author avatar
8 Apr 2023 - 22:56

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان په تړاو د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړیږي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له خولې لیکلي، د دې غونډې ګډونوال به د سیاسي، بشري، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو، په تېره بیا له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزات ویلي: «ټاکل شوې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکسان په ګډون د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د روان زېږدیز کال د اپرېل په ۱۳مه د ازبکستان په سمرقند کې جوړه شي او د روسي پلاوي مشري به د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف پر غاړه وي.»

اسلامي امارت وایي، له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان له خاورې به هيڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي: «افغانستان امن او سوکاله دی؛ دا ثبات د ټولې سیمې او هېوادونو په ګټه دی؛ هغوی باید له ډپيلوماتیک او اقتصادي پلوه له افغانستان سره همکاري وکړي چې ثبات دوامداره شي او امنیت هم تلپاتی شي. له بده مرغه ځيني هېوادونه افغانستان ګواښ ګڼي او داسې څرګندوي چې ګواکې افغانستان امن نه دی او یا نورو هېوادونو ته ګواښ دی؛ دا نظر هم باید لرې کړي.»

[/restrict]

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.