ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: د سمرقند غونډې ګډونوال هېوادونه افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي

14 Apr 2023 - 10:45
14 Apr 2023 - 10:45

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي، د سمرقند غونډې ګډونوال هېوادونه د افغانستان په تړاو مثبت نظر او په دغه هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

متقي دغه څرګندونې په هغه ویډيويي پيغام کې کړې چې تېره شپه د بهرنیو چارو وزارت په خپل ټویټر کې خپره کړې ده.

دغه وېډيو په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د یادو شوو موضوعاتو او پایلو په اړه خپره شوې ده.

متقي په خپل پيغام کې ویلي: «نن موږ په دې غونډه کې ولیدل چې د ټولو هېوادونو نظرونه مثبت و او لېوالتیا یي وه چې په افغانستان کې ښکېلتیا ولري، البته مثبت ښکېلتیا، د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښکېلتیا ولري.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version