Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلیل‌زاد: د دوحې په غونډه کې دې له افغانستان سره د نړۍوال تعامل نقشه چمتو شي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکینی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې غونډه بايد له افغانستان سره د نړۍوال تعامل د لارې نقشه برابره کړي.

خلیل‌زاد نن (د غویي ۶مه) په خپله ټویټرپاڼه کې د افغانستان د وضعيت په تړاو د ملګرو ملتونو د ارزونې د ځانګړي ماموريت همغږي‌کوونکي په توګه د ترکي ډيپلوماټ فريدون سينيرلي اوغلو د ټاکل کېدو د هرکلي ترڅنګ، دغه څرګندونې کړې دي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش ترکی دیپلومات فریدون سینیرلی اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک مفتش په توګه وټاکه.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له سینیرلي اوغلو غوښتي چې د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې مشري وکړي او د افغانستان پر وړاندې د شته ننګونو د حل لپاره د یوې همغږې او واحدې تګلارې په اړه وړاندیزونه راوړي.

خلیل‌زاد لیکلي، سينيرلي اوغلو يو غوره انتخاب دی، ځکه «پراخه تجربه او ښه قضاوت لري.»

هغه زياتوي: «په دوحه کې د مې میاشتې لومړۍ نېټې ناسته باید د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب غونډه له افغانستان سره د نړۍوالې ښکېلتیا لپاره د لار نقشه چمتو کړي او دغه ګام به د اوغلو ماموریت مشخص کوي.»

نوموړي ټينګار کړی چې د بېلابېلو پړاوونو د اجرا کولو لپاره ښه انتخاب د دوحې په هوکړه‌‌ليک کې شته دی او مهمه ده چې سينيرلي اوغلو د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

هغه وايي: «د دوحې په غونډه کې بايد له طالبانو سره ليدنه وشي، څو د دوحې هوکړه‌‌ليک د بشپړې اجرا لپاره د هغوی ژمنتيا مشخصه شي.»

ټاکل شوې چې د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو له خوا د روانې غویي میاشتې په ۱۱مه او ۱۲مه نېټه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې -چې مشري به یې د دغه سازمان سرمنشي کوي- د افغانستان په اړه د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

د تېرې وري میاشتې په ۳۱مه، د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق یوې خبري غونډې ته ویلي و: «د مې په اوله او دویمه د دوحې کنفرانس د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره نه دی. موږ نه غواړو چې په دې اړه کومه اندېښنه شتون ولري. دا غونډه چې په یو بند او خصوصي چاپېریال کې ترسره کېږي، موضوع یې د موجودو ننګونو په اړه د یوې واحدې اجماع رامنځته کول دي.»

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.