کابل (پژواک، ۷ غويی ۱۴۰۲): يو شمېر سياسي شنونکي د غويي اوومه او اتمه په هېواد کې تاريخي ورځې بولي او زياتوي، اووم د ثور افغانستان د سترو قدرتونو د منازعې په مرکز بدل او د واک انحصار د دې لامل شو چې هېواد د کړکېچ او انزوا لور ته ولاړ شي.
د خلق دموکراتیک ګوند د ۱۳۵۷ کال د غویي په اوومه کودتا وکړه، د وخت د ولسمشر محمد داوود جمهوري نظام یې ړنګ کړ. وروسته د افغانستان خلک د خلق ګوند د کمونستي نظام پر ضد راپورته شول او د ١٣٥٨ کال مرغومې په شپږمه شوروي پوځیانو د خلق ګوند د واکمنۍ په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ.
د افغانستان د خلکو د مقاومت په پایله کې شوروي پوځیان د ١٣٦٦ کال سلواغې په ٢٦ مه له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول، خو د راپورونو له مخې د شوروي د یرغل پر مهال تر یو میلیون ډېر افغانان ووژل شول، په میلیونونو د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول او افغانانو ډېر درانه مالي زیانونه هم ولیدل.
د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه په افغانستان کې د ډاکټر نجیبالله حکومت ړنګ شو او واک د مجاهدینو د ځینو ډلو لاسته ولوېد. ورپسې کابل کې د مجاهدینو د ځینو ډلو تر منځ خپلمنځي جګړې پیل شوې او په دغو جګړو کې د نجیب د واکمنۍ ځینې جنرالانو هم برخه لرله.
په دغو جګړو کې د کابل ډېره برخه ورانه شوه او ځینې راپورونه ښیي چې په دغو کورنیو جګړو کې زرګونه کسان ووژل شول.
د سياسي چارو شنونکي نجيبالله جامع پژواک خبري اژانس ته وویل: «زما په باور، اووم او اتم د ثور د افغانستان په تاريخ کې مهمې او تاريخي ورځې دي خو دغه دواړه ورځې د افغانانو د اشتباهاتو، سياسي کمزوريو، په حکومت او سياست کې د کمې تجربې لرلو او په لويه کې د ځانچارۍ، يو شمېر خپلسريو او يو شمېر سياسي اشتباهاتو له امله؛ هغه څه چې افغانانو بايد ترلاسه کړی وي، ترلاسه نه شوای کړی.»
هغه زياتوي، د وخت کيڼ اړخه ګوندونو د افغانستان مشروع، ملي، اسلامي نظام چې د سردار داوود خان جمهوریت و، په ناځوان مردانه ډول نسکور کړ، د ټولو ارزښتونو پر خلاف یې په افغانستان کې د قدرت ظالمانه او نامشروع لېږد زمينه رامنځته کړه، د داوود خان ټوله کورنۍ يې ووژله او په دې ډول يې سياسي قدرت د وينو، وژنو او انتقام له لارې ترلاسه کړ.
جامع وايي: «کمونستانو د افغاني ارزښتونو او افغاني فرهنګ پر خلاف، په افغانستان کې د حکمتولۍ ګامونه اوچت کړل، دوی اسلامي ارزښتونه ټيټ کړل، افغانۍ ارزښتونه او درنښتونه يې کم وګڼل، دوی د دې پر ځای چې د هېواد بهرني او کورنۍ سياست ته په پام وکړي، د محکوم افغانستان داعيې ته پام وکړي په خپلو کې په شخړو سر شول؛ د دوی دې کرغېړن عمل او ناسنجیده سياستونو په افغانستان کې د مداخلې شرايط برابر کړل او افغانستان يې د سترو قدرتونو د منازعې او شخړې په محور او مرکز بدل کړ.»
هغه وايي: «موږ غوښتنه کوو چې د دغې جګړې او کرغېړنې ورځې د پیل عاملين، نه يوازې له ولس څخه بښنه وغواړي، بلکې خپلې هغه تېروتې چې دوی کړې ولس ته وضاحت ورکړي او د نن حاکمان دې له دې څخه زده کړې وکړي چې د واک انحصار او ګڼ هغه مسایل چې افغانستان بيا د انزوا لور ته بيايي، ثبات ماتوي، په پام کې ونيسي او له دغو اشتباهاتو ځان وساتي.»
دغه راز سياسي شنونکی عبدالحی قانت هم د غويي اوومه او اتمه مهمې او تاريخي ورځې بولي خو زياتوي، د غويي اوومه د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو توره ورځ وه چې په افغانستان کې یې په لومړي ځل د يوې لويې جګړې اور بل کړ، ډېر مشکلات او بېلابېل مسايل يې وزېږول چې تر اوسه افغانان په يو او بل نوم کړېږي.
هغه زياتوي: «د غويي د اوومې تر کودتا وروسته چې په ډېرې غلطې سره رامنځته شوه، کمونستان په دې فکر کې وو چې دوی به په افغانستان کې کمونیستي ايډيالوژي چې پر نړۍ حاکمه وه، پر افغانانو وتپي، متاسفانه د افغانستان د تاريخ په اړه د دوی مطالعه ډېره کمزوري وه، افغانان په دې فکر کې شول چې دین، کلتور، فرهنګ او ملت يې په خطر کې دی ـ زه د جهادي رهبرانو خبر نه کوم – په ډېر اخلاص او پاک زړه د شوروي يرغل پر وړاندې يې ستره مبارزه او قرباني ورکړه او د کمونيزم لمن يې ورټوله کړه.»
د ده په وينا، د مجاهدينو د قربانيو په پایله کې د غويي اتمه وزېږېده له دې سره سره چې کمونیستان له افغانستانه ووتل، کمونیستي نظام ختم شو، خو د وخت مجاهدينو ډېره لویه غلطي وکړه او د افغانستان په تاريخ کې يې يو بل تور باب پرانيست.
قانت زياته کړه: «مجاهدينو د قدرت د ترلاسه کولو په خاطر د افغانستان د خلکو په وينو ترلاسه شوې ازادی د يو داسې مصلحت لپاره وکاروله چې غوښتل يې هر يو ځانته، ځانته پر کابل حاکم شي، په دې ونه توانېدل چې يو داسې اجماع رامنځته کړي چې د جهاد د ارمانونو او ملت د ارمانونو واقعي ترجماني وکړي؛ نو د افغانانو خوشالي يې پر غم بدله کړه.»
په ميدان وردګو کې پخوانى جهادي قوماندان ملا څنډی همت وايي چې د افغانستان د خلکو لپاره د غويي ٧ مه يوه توره، کرغېړنه او د بدبختيو د پيل ورځ وه او له بدهمرغه چې د غويې اتمې هم ښې پايلې نه درلودې.
هغه زياته کړه چې خلق او پرچم ګوندونو واک ته تر رسېدو وروسته بې حده ظلمونه وکړل، او دا کوم ډلهييز قبرونه چې په دې وروستيو کې را پيدا کيږي، د دوی د ظلمونو ښکاره بېلګې دي.
همت وايي: «زموږ جهاد، مهاجرت، تکاليفو او سختيو – دا چې هر څه صرف د الله عزوجل د رضا لپاره وو- رنګ يې راوړ؛ شوروي اتحاد مو په ګونډو کړ؛ دا بريا له ډېرو کړاوونو او د سلګونه زره مجاهدينو د قربانيو په نتيجه کې ترلاسه شوه؛ خو متاسفانه دا هر څه، د شخصي ګټو قرباني شول او ستر ویاړ مو له لاسه ورکړ.»
ده ځيني جهادي مشران ګرم وبلل او زياته يې کړه چې هغوى نه غوښتل نورو ته واک ورکړي، هر څه يې يوازې د ځان لپاره غوښتل او د واک د انحصار په لټه کې وو.
همت زياتوي، افغانان بايد د غويي د ٧مې او ٨ مې له پايلو عبرت واخلي، د واک انحصار هېواد کړکېچ او د انزوا لور ته بيايي، نو اړينه ده چې د خپل هېواد د ودانولو لپاره يو او بل ته لاسونه سره ورکړي.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن