ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

م.م کې د سویټزرلنډ سفیره: هیله ده د دوحې ناسته د افغانستان پېچلي «جادویي» وضیعت ته حل‌لار ومومي

2 May 2023 - 14:55
2 May 2023 - 14:55

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): ملګرو ملتونو کې د سویټزرلنډ سفیره تمه لري چې د دوحې روانه غونډه د افغانستان اوسني ستونزمن وضیعت ته حل‌لار پرانیزي او د بشر حقونو د څار ادارې له دغې غونډې غوښتي چې د بشري حقونو په تړاو پر خپلو دریځونو کلک ودرېږي.

 دغه دوه ورځنۍ غونډه تېره ورځ (د غویي ۱۱مه) ماښام مهال د شاوخوا ۲۲ هېوادونو د ځانګړو استازو او د دوو نړۍوالو سازمانونو د استازو په ګډون په دوحه کې پیل شوې او د ملګرو ملتونو سرمنشي یې مشري کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاندې پاولینا کیوباک ویلي، په دې دوه ورځنۍ ناسته کې به ځانګړي استازي پر بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو، ټول‌ګډونه حکومت، روانې ترهګرۍ او د نشه‌یي توکو پر قاچاق خبرې کوي او د ناستې ګډونوال به پر دې بحث کوي چې پر دغو موضوعاتو څه ډول د افغانستان له سرپرست حکومت سره ښکېل پاتې شي.

هغې ویلي، په دغه غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هندوستان، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، بریتانیا، امریکا، ازبکستان، اروپایي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازي ګډون کوي.

د راپورونو له مخې، نن به د یادې ناستې په پای کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د غونډې په اړه جزییات په ډاګه شي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د سویټزرلنډ سفیرې پاسکال بیریسوېل تېره ورځ د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته ویلي، په افغانستان کې «د طالبانو واکمني» یو ډېر ستونزمن حالت دی چې نړۍوال ورته یوه جادويي حل‌لاره نه لري او هیله یې څرګند کړې چې د دوحې ناسته دې خبرو ته لار پرانېزي چې له روان حالت سره څه ډول چلند وشي.

په همدې حال کې، د بشر حقونو د څار نړۍوالې ادارې د دوحې د ناستې پر ګډونوالو په ځانګړې توګه د هېوادونو پر ځانګړو استازو غږ کړی چې د بشري حقونو په تړاو دې پر خپلو دریځونو ټینګ ودرېږي.

دغه‌راز د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مرسودي په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د یادې غونډې په څنډه کې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي انډي مک کوبري او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت له وزیرې مېرمن حنا رباني کهر سره لیدلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

هغې لیکلي، له روزا اوتونبایوا سره یې په لېدنه کې په افغانستان کې بشري وضعیت ته د رسېدنې او افغان ښځو او نجونو د تعلیم او د نورو حقونو د ورکړې په اړه، له مک کوبري سره یې په افغانستان کې د بشري مرستو اهمیت په ځانګړې توګه د روغتیا او پوهنې په برخو کې او له رباني کهر سره یې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو، دوه‌اړخیزو مسایلو په ځانګړې توګه د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

 د دوحې غونډې تر پیل مخکې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې په دې ناسته کې به له نړۍوالو او سیمه‌ییزو شریکانو سره د اجماع پر جوړولو کار وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت استازو ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو په قطر کې د امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې تر دې غونډې مخکې یې د افغانستان لپاره د چین او بریتانیا له استازو سره لیدلي دي.

بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، له کابل سره د نړۍ د تعامل غوښتونکی دی او له هېوادونو او همداراز نړۍوالو سازمانونو غواړي چې په دغه ډول غونډو کې د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړي.

شاوخوا دیارلس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل، د ملګرو ملتونو سازمان د دغه حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه په دوحه کې د کنفرانس پر جوړولو غور کوي. له دې څرګندونو وروسته، د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان‌الحق ویلي و، دا غونډه د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره نه ده او په افغانستان کې د ستونزو حل لپاره د یوې اجماع پر رامنځته کولو تمرکز کوي.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version