ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د اسلام د لارښوونو خلاف دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د اسلام د لارښوونو خلاف دی

author avatar
26 May 2023 - 00:50
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د اسلام د لارښوونو خلاف دی
author avatar
26 May 2023 - 00:50

اټلانټا (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، تر هغه وخته به د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني څو چې په دغه هېواد کې ټول‌ګډونه حکومت رامنځته نه شي؛ خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي چې د دوی حکومت ټولګډونه دی.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې، عبداللهیان دا څرګندونې د غبرګولي په ۴مه، ایراني ډیپلوماتانو ته د وينا پر مهال کړې او ویلي یې دي چې افغانستان د ایران لپاره یوه مهمه مسله ده.

هغه ټينګار کړی چې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت نشتوالي ته ناخوښه دي او دا ناخوښي یې کابل ته په ډاګه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې: «په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت نه جوړېدو له امله ناخوښ یو، په افغانستان کې واکمنو ته مو په ډاګه دا خبره کړې ده. موږ په افغانستان کې واکمنه اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او په ښکاره مو ورته ویلي چې د دې لپاره زموږ شرط د یوه ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کول دي چې د افغانستان ټول قومونه پکې ګډون ولري. طالبان د افغانستان یو واقعیت دی، خو ټول واقعیت نه.»

بلخوا، د افغانستان د سرپرست د رییس‌الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې حکومت یې ټول‌ګډونه دی.

مولوي عبدالکبیر په یاده غونډه کې وویل، په افغانستان کې اوسنی سرپرست حکومت ټول‌ګډونه دی او د هر قوم او هرې سیمې خلک پکې کار کوي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې پرمختګ کړی او اوسنی حکومت له نورې نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي.

نوموړي دا هم وویل، که افغانستان نورې نړۍ ته اړتیا لري، نوره نړۍ هم افغانستان ته اړتیا لري.

دغه‌راز د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم یادې غونډې ته په وینا کې وویل چې حکومت یې ټول ګډونه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې هېواد یې له د افغانستان اسلامي امارت سره توده راشه درشه لري، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له خوا د نجونو په زده‌کړو د بندیز په اړه ناخوښي ښودلې او ویلي، دغه بندیز د اسلام د پيغمبر د لارښوونو خلاف دی.

نوموړي ويلي: «موږ افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو او ښځو پر محرومولو سخت خواشیني یو، په افغانستان کې د واکمنې ادارې دغه چلند د نور او رحمت د پيغمبر حضرت محمد علیه الصلات والسلام له لارښوونو سره په ټکر کې دی.»

عبداللهیان په افغانستان کې د حکومت د ټولګډونوالي په اړه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند سیند اوبو پر سره ناندرۍ لا پای ته نه دي رسېدلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، د هلمند سیند اوبو ستونزه باید له حقوقي لارو چارو هواره شي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې دوی د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون ته ژمن دي.

Visits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.