ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د «آلوګل» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

غزني کې د «آلوګل» کلنۍ مشاعره ترسره شوه

غزني ښار (پژواک، ٥ غبرګولی ۱۴۰۲): د «آلوګل» کلنۍ دودیزه مشاعره د غزني په مرکز کې د بېلابېلو ولایتونو د سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینه‌والو په ګډون ترسره شوه.

یاده مشاعره چې د غزني ولایت مقام په انګړ کې جوړه شوې وه، شاعرانو پکې د روانو حالاتو په اړه ګډونوالو ته شعرونه واورول او خلک يې سولې او ورورولۍ ته راوبلل.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمیدالله نثار وويل، له دغه ډول مشاعرو یې موخه په ټولنه کې د ناسمو دودونو له منځه وړل او د لیکوالۍ او شاعرۍ په برخو کې پټو استعدادونو ته وده ورکول دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې دغه کلنۍ مشاعره د ژوند، شلګر بهیر او نورو بېلابېلو نومونو ترسره شوې خو دوى ورته د «آلوګل» نوم ورکړى چې نور به هر کال په همدغه نوم ترسره کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.