منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۱ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د ځنګلونو مدیر جسد موندل شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۹۲ کتنې

میمنه (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د فاریاب ولایت ځايي سرچینې وايي، د قیصار ولسوالۍ د ځنګلونو مدیر -چې تېره اونۍ ورک شوی و- اوس یې جسد موندل شوی دی.

د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول حمیدالله بت‌شکن وايي، د قیصار لسوالۍ د ځنګلونو مدیر ملا غلام‌رسول تېره چهارشنبه په خواجه‌کتني سیمه کې له خپل کوره ورک شوی و، اوس یې مړی کور ته څېرمه موندل شوی دی.

بت‌شکن زیاته کړه: «مقتول د اسلامي امارت مخکښ مجاهد و؛ د وژلو لامل او عاملان یې تر اوسه نه دي معلوم، په دې تړاو پلټنې روانې دي.»

خو د فاریاب د کرنې او اوبولګونې رییس حاجي عزت‌الله د پېښې پخلی کوي او وايي، د ده د معلوماتو پر بنسټ چې ورته رسېدلي، د ځنګلونو مدیر ملا غلام‌رسول له خپل تره سره تر شخړې وروسته وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د غلام‌رسول د وژلو په تړاو د هغه د کاکا په ګډون دوه کسان نیول شوي دي.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه