فېروزکوه (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د غور ولایت مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې پنځه زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

د «ادینه شرکت» مسوول حاجی اللهداد ادینه، نن (د غبرګولي ١٠مه) د یادې پروژې په پرانیستغونډه کې وويل، د فېروزکوه ښار په ختيځ کې يې د خلکو د اړتياوو پر بنسټ، د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه پروژه یې د څه باندې څلورنیم میلیون افغانیو په لګښت پلې کړې ده.

هغه زیاته کړه: «د څښاک اوبو ته د خلکو اړتیاو پر بنسټ مو پرېکړه وکړه چې پر هریرود سیند یوه د څښاک اوبو شبکه جوړه کړو، دې پروژې تر یوې میاشتې ډېر وخت واخیست څو چې څه باندې ۵۰۰۰ کورنیو ته اوبه برابرې شوې.»

نوموړی وايي، که خلک د خپلو اوبو د بلونو په ورکړه کې همکاري وکړي، نو کولی شي چې په راتلونکي کې له ۲۰ زرو څخه تر ۳۰ زره نورو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره کړي.

نوموړي له ټولو خلکو وغوښتل څو د یادې پروژې په ساتنه او څارنه کې همکاري وکړي.

د هریرود سیندیزې حوزې رییس مولوي رحمتالله اماني وايي: «موږ د هر هغه شرکت یا شخص ملاتړ کوو چې د خلکو د ستونزو او اړتیاوو د حل لپاره مثبت ګام پورته کوي، دغه ډول پروګرامونه کولی شي هغه خلکو ته چې په سختۍ اوبو ته لاسرسی لري اسانتیا برابره کړي او د دوی ستونزې حل کړي.»

د هغه په وینا، اسلامي امارت د هېواد د اوبو په سم مدیریت سره هڅه کوي چې د خصوصي سکټور په همکارۍ له مدیریت شوو اوبو څخه د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره سمه استفاده وکړي.

بلخوا، یو شمېر هغه کورنۍ چې د څښاک پاکو اوبو له یادې پروژې څخه ګټه اخلي وايي، د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له ستونزو سره مخ وو او د دې پروژې په پلې کېدو سره یې ستونزه حل شوې ده.

د فېروزکوه ښار اوسېدونکي عيدګل وویل: «موږ مخکې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ وو، له درې تر څلور کيلومترو پورې به مو مزل کاوه، په کراچۍ کې یا پر بایسکېل به مو اوبه راوړې چې ډېر ستونزمنه وه، اوس اوبه زموږ کورونو ته راغلې، زموږ ډېرې ستونزې هوارې شوې او موږ د حاجي اللهداد له دغه کاره مننه کوو.»

د یادې پروژې يو بل ګټه اخيستونکى ميرويس اميري هم وايي، د دوى په سيمه کې ټولې کيندل شوې څاهګانې وچې شوې وې او د اوبو ترلاسه کولو لپاره يې اوږده مزلونه کول.

هغه زياته کړه: «زه د ښار د ختيځ په سياهسنګ کې اوسېږم، دا چې ادینې شرکت د اوبو نلونه راوستل، زموږ لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې، موږ اوبه له ډېر لرې ځایه راوړې، اوس یې لګښت کم دی، ښايي ٦٠٠ افغانۍ یا ۱۰۰۰ افغانۍ شي، دا زموږ لپاره خورا ښې دي.»

هغه د ورته پروژه د دوام هیله لري.