ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د لاسي صنایعو تولیدوونکې ښځې د ملاتړ غوښتنه کوي

غور کې د لاسي صنایعو تولیدوونکې ښځې د ملاتړ غوښتنه کوي

author avatar
31 May 2023 - 16:25
غور کې د لاسي صنایعو تولیدوونکې ښځې د ملاتړ غوښتنه کوي
author avatar
31 May 2023 - 16:25

فېروزکوه (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): په غور ولایت کې یو شمېر د لاسي صنایعو تولیدوونکې ښځې د خپلو توکو د پلور کچې کمېدو خبره کوي او له حکومته د ملاتړ غوښتنې ترڅنګ وايي، د تولیداتو لپاره یې باید بازارموندنه وشي.

په غور کې د لاسي صنایعو تولېدونکې مرضیې پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسني نظام په راتلو سره په دغه ولایت کې له دغو ښځو څخه نه دولتي او نه هم غیردولتي بنسټونو ملاتړ کړی او د هغوی لاسي صنایع کمرنګه شوي دي.

نوموړې زیاتوي: «مخکې ځینې موسسې لکه اهدا، افغان ایډ او کله هم د کلیو پراختیا ریاست د کلیوالو ښځو پروګرام له لوري او همداراز د ښځو چارو ریاست، د ښځو غږ او ځینو نورې موسسې وې چې ښځینه لاسي‌ګنډونکو ته وسایل ورکول، مالي ملاتړ به کاوه، نندارتونونه به یې جوړول، زموږ د لاسي صنایعو د پلور زمینه یې برابروله، خو اوس چې نظام بدل شوی نو د ښځو د تولیدي لاسي صنایعو ودې لپاره هیڅ موسسه کار نه کوي او په دې برخه کې پروژه نه لري.»

د مرضیې په خبره، د عاید یوازېنۍ لاره یې همدا د لاسي صنایعو پلور و چې له همدې لارې یې د خپلې ۵ کسیزې کورنۍ نفقه برابروله.

نوموړې له دولت او موسسو غواړي چې د ښځو د تولیدي او لاسي صنایعو د بیاځلي غوړېدا لپاره عملي او مثبت اقدام وکړي، څو هغوی وکولی شي چې له خپل هنر نه په استفادې د عاید ترڅنګ دغه صنعت وساتل شي او له یوه نسله بل ته دوام وکړي.

په فېروزکوه ښار کې یوه ګلدوزه خرامان چې د خپلې ۴ کسیزې کورنۍ نفقه برابرونکې ده، هم وایي چې په وروستیو دوو کلونو کې یې د ګلدوزۍ کار پیکه شوی او پېرېدونکي یې هم کم شوي دي.

نوموړې وویل: «زه ګلدوزي کوم، خامک‌دوزي مې هم زده ده، کرشنیل اوبدنه لرم، مخکې ډېر ښه وو، مشتریان مې درلودل، نندارتونونه جوړېدل، زموږ ځيني توکي به هلته پلورل کېدل، خو دوه کاله کېږي چې مشتریان ډېر کم شوي دي.»

خرامان زیاتوي چې په خپل دغه کار په ډېرې سختۍ سره د کورنۍ نفقه برابروي.

هغه له ملاتړ کوونکو بنسټونو هیله لري څو په یاد ولایت کې سوداګرې ښځې هېرې نه کړي، د تولیدي او لاسي صنایعو د غوړېدا او پلور لپاره له هغوی مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

په غور کې لاسي‌ګنډونکې ښځې له حکومت او موسسو غواړي چې په دغه ولایت کې د ښځو له لاسي صنایعو ملاتړ وکړي، څو هغوی وکولی شي چې خپل کاروبار وغوړوي او د خپلو کورنیو د اقتصادي ودې لپاره هڅې وکړي.

په غور کې ځیني د ښځو حقونو فعالانې هم وایي چې په دغه ولایت کې تېرو دوو کلونو کې د ښځو د لاسي صنایعو بازار کمرنګه شوی او په دې برخه کې هيڅ کار نه دی شوی.

په یاد ولایت کې یوه مدني فعاله زینب وایي: «له بده‌مرغه د ښځو لاسي صنایعو کارونه له ودې پاتې دي، ډېرې کمې ښځې پر دغه صنعت بوختې دي چې د مسوولینو او موسسو د نه پاملرنې له امله نه شي کولی د پام وړ کارونه ترسره  کړي، موسسې باید د ښځو د لاسي صنایعو غوړېدو او د لاسي صنایعو د پلور بازار لپاره عملي اقدام وکړي، څو ښځې وکولی شي چې کار وکړي او د خپلې کورنۍ نفقه په خپله برابره کړي او د خپلو کورنیو اقتصاد کې مرسته وکړي.»

په ورته وخت کې، د غور ځایي مسوولین وایي چې د ښځو له لاسي تولیداتو څخه ملاتړ کوي.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک ته وویل: «زموږ هڅې دا دي چې وکولی شو له هرې ممکنې لارې د ښځو د لاسي صنایعو تولید څخه ملاتړ وکړو، څو دغه پخوانی صنعت وساتل شي او سوداګرې ښځې هم وکولی شي چې خپلو دغو کارونو ته دوام ورکړي.»

د ښځو په لاسي صنایعو کې ګلیم‌اوبدنه، غالۍ‌اوبدنه، کرشنیل‌اوبدنه، خامک‌دوزي، ګلدزوي، چرمه‌دوزي او مرۍ‌ګنډنه شامل دي.

Views: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.