کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې سرمشریزې د افغانستان پرمختګ، امنیت، سولې او ثبات ته ژمنتیا څرګنده کړې او په دغه هېواد کې یې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو او د ښځو حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
دغه غونډه تېره ورځ د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټي کې وشوه؛ په غونډه کې د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه اخیستې وه.
د یادې غونډې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ټولشمول حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو او نجونو بشري حقونه دې رعایت شي.
سرچینې زیاته کړې چې د یادې سرمشریزې ګډونوالو د افغانستان «مخ په خرابېدونکي» وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او ټینګار یې کړی چې دوی د افغانستان پرمختګ، امنیت، سولې او ثبات ته ژمن دي.
سرچینه زیاتوي: «موږ له نړۍوالو قوانینو او له نړۍوالو پېژندل شوو اصولو سره سم له افغانانو سره د نړۍوالې ټولنې د مرستې هڅې ستایي.»
د اعلامیې له مخې، د غونډې ګډونوالو پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانانو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي او د هغو د رسولو په برخه کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
دغه راز په اعلامیه کې راغلي چې د غونډې برخهوالو په افغانستان کې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړېدو هم ټینګار درلود او د بشري حقونو په برخه کې یې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.
تېره اونۍ (د پنجشنبې او جمعې ورځې) د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا ځانګړو استازو غونډه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې وشوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وویل، اوس هم داسې حکومت لري چې ټول قومونه په کې دي.
دی وايي: «هغه مسایل چې د افغانستان کورني مسایل دي، هغه باید افغانانو ته پرېښودل شي او په هغو برخو باندې کار کوو چې دوی پرې تشویش ښکاره کړی.»
هغه زیاته کړه چې د ښځو د حقونو او زده کړو په اړه هم ګامونه اخیستل کېږي.
د مجاهد په وینا، هېوادونه دې د دوه اړخونو په څیر اړیکې ونیسي او افغانستان حکومت سره د په ډیپلوماستي برخه کې همکاره وه اوسي.
Views: 116
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن