ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینې کورنۍ د ناسمو دودونو خلاف د ودونو مراسم ساده نیسي

ځینې کورنۍ د ناسمو دودونو خلاف د ودونو مراسم ساده نیسي

author avatar
17 Jun 2023 - 19:08
ځینې کورنۍ د ناسمو دودونو خلاف د ودونو مراسم ساده نیسي
author avatar
17 Jun 2023 - 19:08

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): که څه هم په ودونو کې ناسم دودونو او له حده ډېر لګښتونو ډېرو ځوانانو ته ستونزې جوړې کړې دي، خو په وروستیو کلونو کې یو شمېر جوړو دغه دودونه مات کړي او په خپلمنځي تفاهم سره د واده مراسم په ساده ډول ترسره کوي.

د یادونې ده، ځیني خلک د زوم کورنۍ مجبوروي چې په هوټلونو کې د کوژدنې، د نکریزو شپه، د واده او تخت‌جمعۍ محفلونه په ډېر ښه شان ترسره کړي؛ همداراز د ولور ورکولو ترڅنګ، د سرو زرو، جامو او د کور د توکو اخیستلو لپاره هم ډېر لګښتونه وکړي.

په ودونو کې له ناسمو دودونو څخه زیانمن شوي ځوانان

د کابل ښار اوسېدونکي محمدادریس پژواک خبري اژانس ته وویل: «دری کاله کېږي چې کوژدن یم، خو تر اوسه نه یم توانېدلی چې د واده مراسم ترسره کړم؛ ځکه چې د کوژدنې کورنۍ مې په ځانګړې توګه خواښې مې راته وایي، لور مو یو ځل واده کوي، ډېر ارمانونه لري، باید فوق‌العاده مراسم ورته ونیسم.»

د هغه په وینا، د ۱۵۰ زره افغانیو ولور ورکولو ترڅنګ باید په یوه ډېر عالي هوټل کې د واده ښه مراسم برابر کړي، د ناوې سره زر باید له ۳۰۰ زره افغانیو څخه کم نه وي او ۲۵ جوړې جامې او دواړو غاړو کورنیو ته جهیز هم واخلي.

ادریس چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست دی وایي، په کم وخت کې د دغو غوښتنو پوره کول یې له توان پورته دي.

۳۰ کلن ځوان عارف چې د خپل واده د ترسره کولو توان نه لري، وايي: «د خسر کورنۍ مې پنځه لکه ولور، د سرو زرو سیټ او په هوټل کې د واده د مراسمو ترسره کول غواړي؛ په دغو شرایطو کې چې کار نشته نو حیران پاتې یم چې دغه پیسې له کومې لارې پوره کړم.»

هغه زیاته کړه، له کوژدې وروسته یې ایران ته سفر وکړ، څو د واده لګښتونه پیدا کړي؛ خو له هغه ځایه یې چې کومې ناڅیزه پیسې ترلاسه کړې، د ځان لپاره یې بسنه نه کوي پاتې خو یې لا کورنۍ ده چې افغانستان کې هغوی ته یې ولېږي، نو له ناکامه بېرته هېواد ته راستون شو.

ځيني ځوانان چې د ودونو ساده مراسم نیولي

د کابل ښار د دشت برچي سیمې اوسېدونکې ۲۹ کلن عناب بیګزاد چې تېر کال یې د ۱۵۰۰ افغانیو په لګښت د واده مراسم ترسره کړي وو، وايي چې ښه او خوشحاله ژوند لري.

هغه چې اوس یوه لور لري او د کابل ښار په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده پژواک ته وویل، په هغه لګښتونو چې د واده مراسم یې په یوه ښه هوټل کې باید پرې نیولی وای او څو ډوله خواړه، قیمتي جامې او سره زر یې باید پرې اخیستي وای، د کور توکي یې پري واخیستل او اوس هیڅ شي ته اړتیا نه لري او په یوه مجهز کور کې اوسېږي.

نوموړې زیاته کړه، که د داسې ساده مراسمو پرېکړه یې نه کوله، اوس به پوروړې وای او اړ به وه چې هره میاشت خپل او د خاوند معاشونه په پورونو کې ورکړي وای.

هغې وویل: «موږ له دغو ډېرو لګښتونو څخه بېزاره یو، د واده په مراسمو کې چې کوم افراط ترسره کېږي زموږ په دین کې هم ځای نه لري.»

هغه له نورو هغو ځوانانو چې د واده مجللو محفلونو توان نه لري، غوښتنه کوي چې د دوی مثال تعقیب کړي او د ناوړه دودونو په تقلید سره خپل ژوند خراب نه کړي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی حکمت‌الله چې یوه اوونۍ مخکې یې کوژده کړې وایي: «ما د مجللو مراسمو ترسره کولو وس نه درلود، د خپلې کوژدنې کورنۍ ته مې وویل چې تر خپله وسه یو ساده او اسلامي واده کوم، خو تاسې سره ژمنه کوم چې ستاسې لور به خوشحاله ساتم.»

د هغه په خبره، د کوژدنې کورنۍ یې چې روڼ‌اندي او پوه خلک دي، ورته وویل چې دوی ته تر هر څه مهم د دوی د لور راتلونکی دی او په یوه مختصر محفل یې سره تفاهم وکړ.

دغه ځوان زیاتوي: «په هوټل کې یو ډېر ساده پروګرام جوړوم، خپلې مېرمنې لپاره مې په اوسط ډول کالي، سره زر اخلم او خپلې مېرمنې ته مې ژمنه ورکړې چې راتلونکي کې د دې په خوښه سره زر ورته اخلم او تل به یې خوشحاله ساتم.»

د چارو پوهان: څومره چې مراسم ساده وي، نو جوړه به هغومره نېکمرغه وي

یو دیني عالم مفتي شمس‌الرحمن فروتن وایي: «په اسلام کې بې‌ځایه او ډېر لګښت حرام دی؛ په ځانګړي ډول هغه بې‌ځایه لګښتونه چې په ودونو کې کېږي او الله تعالی داسې خلک چې په ودونو کې بې‌ځایه لګښت کوي د شیطان وروڼه بللي دي.»

فروتن زیاته کړه: «پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي چې تر ټولو بد خواړه د ولیمې خواړه دي (هغه خواړه چې په ودونو کې ورکول کېږي) ځکه چې په هغه کې فقیران نه بلل کېږي، شتمن رابلل کېږي»

نوموړي وویل، کوم لګښتونه چې په ودونو کې کېږي، د الله د رضا لپاره نه وي؛ بلکې له خپلو خپلوانو سره د سیالۍ له مخې وي چې هيڅ ډول دنیوي او ديني ثواب نه لري.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې په ودونو کې د ډېر لګښت پر ځای دې له بې‌وزلو خلکو سره مرسته وکړي، پلونه، پلچکونه او روغتونو کې دې ولګوي.

په کابل ښار کې د ښځو حقونو یوه فعاله نجمیه عبدالله وایي: «زما په باور هر څومره چې مراسم ساده ونیول شي په همغه اندازه به یوه جوړه نېکمرغه وي او څومره چې له ناسمو دودونو او تجمل‌ګرایۍ استفاده وشي، په همغه اندازه به یوه جوړه په راتلونکي کې له کړاو او ستونزو ډک ژوند ولري.»

نوموړې وایي، په خپله هم د څو قضیو شاهده ده چې د ناوې کورنۍ د کوژدنې، د نکریزې شپې او تخت‌جمعۍ په مراسمو کې د خپل زوم ډېرې پیسې لګولې وې، خو په راتلونکي کې یې لور له ډېرو ستونزو سره مخ شوه او ان د سرو زرو پلورلو ته اړه شوې وه.

هغې هم له کورنیو وغوښتل چې د دغه ډول سیالیو او ناوړه دودونو په ترسره کولو سره د خپلو اولادونو ژوند خراب نه کړي.

په دغه حال کې، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواه‌پوهنې ډيپارتمنټ استاد شرف‌الدین عظیمي وایي چې په ودونو کې ناوړه دودونه د خلکو په منځ کې د بېلابېلو ستونزو ټوکېدو لامل ګرځي، لکه د کورنیو ترمنځ جلاوالی، کورنۍ تاوتریخوالی، په جوړو کې د رواني ستونزو پیدا کېدل، د ځوانانو کډوال کېدل، پر نشه‌یي توکو روږدي کېدل، د واده لپاره د پیسو برابرولو په موخه د درنو کارونو له امله عیبي کېدل، په ودونو کې د ډېر لګښت له امله د ځوانانو زړه‌تورنېدل او نور شامل دي.

نوموړي وویل چې د داسې ناوړو دودونو د له منځه وړلو په خاطر باید د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او د اسلامي امارت له خوا سخت قوانین وضع شي.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.