ترینکوټ (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د اروزګان سیمهییزې سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د اروزګان د والي ویاند احسانالله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوی کس نجیبالله عرفاني نومېده او د خاص اروزګان ولسوالۍ د «سرسنګو» سیمې اوسېدونکی و.
هغه وايي، مقتول د ځمکې پر سر حقوقي دعوه هم درلوده او د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
حماس زیاتوي چې یاده پېښه د شپې شاوخوا ۹ بجې شوې او امنیتي ځواکونو په دې تړاو یو شمېر کسان هم نیولي او څېړنې ترې روانې دي.
بلخوا، د وژل شوي کس نجیبالله کلیوال هم وايي چې نوموړي له خپل کور سره نږدې د ناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د سرسنګو سیمې اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وویل، نجیبالله عرفاني د دوی کلیوال و او د ځمکې پر سر يې یوه حقوقي دعوه هم درلوده.
هغه زیاته کړه: «نجیبالله د ځمکې پر سر حقوقي دعوه درلوده چې په دې وروستیو کې د ولسوالۍ د محکمې له خوا نوموړي ته د ځمکې ورسپارلو پرېکړه هم شوې وه چې تېر ماسختن نهه بجې له کور سره نږدې په ډزو وژل شوی دی.»
Views: 164
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن